د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کي د ملیشه ځواکونو ۱۱ سرتیري وژل شويدي


د مشال رډیو د خبریال د خبر له مخې ،له کوټي څخه ۶۰ کیلومیتره لري په مارګيټ سیمه کي تیره شپه وسله والو د ملیشه ځواکونو پر پوسته برید کړی. که څه هم لومړی ویل شوي وو چي په دې برید کي يواځي يو سرتیری وژل شوی خو اوس په کوټه کي د ملیشه ځواکونو له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کي ويل شوي په دې برید کي ددوي ۱۱ سرتیري وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.
ددې پیښې پړه بلوڅ لیبریشن ارمي ډلې په غاړه اخیستې .
بلوڅ بېلتون پالې ډلې د بلوچستان خپلواکي غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG