د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅ سازمان له پاکستاني ټي وي چینلونو بائيکاټ وکړ


خدای نور ناصر - کوټه

دبلوڅ زده کوونکو يو سازمان بلوچ سټوډنټس ارګنایزېشن د فېبرورۍ له لومړۍ نیټې د پاکستان له خبري ټي وي چینلونو د بائيکاټ اعلان وکړ.

بلوڅ زده کوونکې ادعاکوي. په دې برسیره چې دا وخت بلوچستان په پاکستان کې تر ټولو ناامنه سیمه ده. ددوی په خبره په دې صوبه کې هره ورځ د تري تم کسانو مړي موندل کېږي. او زیاتوي لاهم په دې صوبه کې عملیات روان دي. خو د پاکستان شخصي ټي وي چینلونه دوی ته هیڅ پاملرنه نه کوي. او نه يې هم هیڅ خبر خپروي. د بي ایس او جنرل سیکرټري جاوېد بلوڅ په اړه مشال راډيو ته وویل...

؛ زموږ لومړی قدم به دا وي. چې له کیبل اپرېټرانو سره خبري وکړو. او په پرامنه توګه د پاکستان ټول خبري ټي وي چینلونه بند وساتو؛

د جاوېد بلوڅ په خبره شپږ میاشتي له مخه يې د خپل سازمان له خوا د پاکستان ټي وي چینلونو، او هم د خبریالانو اتحاديو ته خط لیکلی وو. چې له دوی سره دې د هغوی په خبره دا زیاتی بندشي. جاوېد بلوڅ زیاتوي. نه هم د هغوی له خوا يو ځواب راکړل شو، او نه هم زموږ خبرونه خپاره شوو. چې دده په خبره تردې وروسته يې د فېبرورۍ له لومړۍ نیټې څخه ددې ټي وي چینلونو د نه کتلو اعلان کړی. دبلوڅ زده کوونکو ددې بائيکاټ ملاتړ دبلوڅو يوه ملتپال بلوچستان نیشنل ګوند هم کړی. د یاد ګوند ویاند اغا حسن ددې اعلان په ترڅ کې مشال ته وویل

؛د پاکستان ټي وي چینلونه موږ هر وخت نظراندازه کوي. او زموږ هیڅ خبر پرې نه راځي. زما په فکر د بي ایس او دا اعلان په حق کې دی. او موږ يې کلک ملاتړ کوو؛

بلي خواته په بلوچستان کې له دې رسنیو سره کارکوونکې خبریالان هم دبلوڅو دا خبري تر ډېره ځايه مني. او زیاتوي د نورو صوبو په پرتله دبلوچستان ډېر لږ خبرونه خپرېږي. اخوندزاده جلال چې په کوټه کې له يو شخصي ټیلویزیون سره د مشر خبریال په توګه کارکوي وايي ،

؛تر ډېره ځايه ددوی خبرې سمې دي. چې بلوچستان ته وخت نه ورکول کېږي. خو که وګورو ددوی مرکزي مشران هره ورځ په يوه بل چینل باندې خپل دریځ یا موقف وړاندې کوي. احتجاج او غوښتنه کول ددوی حق دی. ؛

د بي اېن پي ویاند اغاحسن زیاتوي د پاکستان چینلونه يو واده څلوېښت يا پنځه څلوېښت ساعته ښکاروي. خو په بلوچستان کې چې په زرګونو کسان تري تم دي.او په سلګونو د خراب شويو مړيو په شکل کې موندل شوي. پاکستاني ټي وي چینلونه ورته هیڅ وخت نه ورکوي.

په دې برسیره چې بلوڅ زده کوونکې او سیاستوال غوښتنه کوي. د پاکستان ټي وي چینلونه دي بلوچستان ته وخت ورکړي. نو هلته پخپله ددې چینلونو کارکوونکې هم وايي. د نورو صوبو په پرتله دوی ته هم په هره برخه کې لږ پاملرنه کېږي.

دیادولو وړ ده چې په بلوچستان کې که يو پلو خبریالان د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا په دې تر ګواښ لاندي راځي، چې وايي دبلوڅو خبرونو ته ډېر اهمیت نه ورکوي. او همدلته هر خبریال چې دبلوڅو په لادرکه کسانو، په خراب شویو مړيو رپوټ جوړوي. نو لومړی دې ته اماده وي چې که هر څه ورسره کېږي زغمي به یې . او تر هغه وروسته بیا دبلوڅانو په دې ستونځو رپوټونه جوړوي.نو بل پلو بیا د دې ټي وي چینلونو له خوا هم دومره پاملرنه لکه چې له خپلو خبریالانو سره يې په نورو صوبو کې کوي. په بلوچستان کې ډیره کمه ده.
XS
SM
MD
LG