د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې په لسګونه پوليس وروزل شول


د افغانستان په کندهار ولايت کې ۷۱ تنه ملي پوليس د شپږ مياشتو په موده کې روزل شوي او دا مهال يې د فراغت سندونه تر لاسه کړي دي.


سید شاه سقیم - کندهار

د افغانستان په کندهار ولايت کې ۷۱ تنه ملي پوليس د شپږ مياشتو په موده کې روزل شوي او دا مهال يې د فراغت سندونه تر لاسه کړي دي. لوړي پوړي امنيتي چارواکي وايي د پوليسو روزل به په سيمه کې امنیتي چارې نورې هم ټينګې کړي. هغوی ته د يوې غونډې پر مهال چې د کورنيو امنيتي چارواکيو په ګډون پکې ډېرى بهرنيو چارواکيو هم برخه درلوده د فراغت سندونه ترلاسه کړل.


د جنوب لوېديز زون د پوليسو د روزنيز مرکز مشر مل پاسوال نصرالله ظريفي وايي چې روزل شوي پوليس د زابل ، کندهار او روزګان ولايتونو اوسېدونکي دي او له دې وروسته به په همدغو ولايتونو کې دندې تر سره کوي .

دى وايي روزل شوي پوليس يو شمېر بهرنيو ښوونکيو د افغانستان د اساسي قانون، جزا، پوليسي او مدني قوانينو په اړه شپږ مياشتې روزلي روزلي دي او باور لري چې په جنوب کې به دوى د سولې په ټينګولو کې زيات کار وکړي.

دده په خبره د مسلکي پوليسو له روزلو سره به کندهار او جنوبي ولايتونه ددې جوګه چې خپلې امنيتي چارې په خپله سمبال کړي.

(( د خلکو د اذيت وخت پاى ته رسېدلى دى. نن هغه وخت دى چې مونږ د قدرت انتقال ته امادګي نيسو ، اوس ددې وخت راغلى چې کار به اهل کار ته سپارل کېږي. هر څوک به په قلم ، کتابچه او زده کړه سمبال وي بيا به يو مقام ته رسېږي. دا مهال په ټولو مرکزونو کې زما پوليس مسلکي پوليس دي او د پوليسو روزلو ته لا دوام ورکوم ))

د ملي پوليسو د څلور سوه څلور ميوند زون قومندان جنرال محمد سالم احساس بيا وايي چې شپږ مياشتې کافي نه دي او پوليسو ته بايد لا زياته روزنه ورکړل شي .

دى وايي سيمې ته مسلکي پوليسو له ورلېږلو سره به د خلکو او دولت تر مېنځ اړيکې زياتې ټينګې شي.

(( هغه ابتدايي زده کړې چې د يو پوليس د پاره ضروري دي هغه تاسې دلته زده کړې. تاسي اوس خپلو قطعاتو ته لاړ شئ . هلته د همدې زده کړو مطابق عمل وکړئ. د افغانستان د قانون مطابق کارونه وکړئ . زه په دې باور يم چې تاسي څومره هم تاسي له خپلو خلکو سره ښه او مسلکي برخود ورکړئ او د قانون دناوى وکړئ هغومره به خلک له تاسي سره همکاري کوي ))


د شفيع الله په نامه يو تن روزل شوى پوليس وايي چې په شپږ مياشتې کې يې ډېر څه زده کړي دي او اوس دې ته تيار دى چې د هېواد په هره سيمه کې وي خپل ولس تنه خدمت وکړي.

(( مونږ چې نن له مرکز څخه د فراغت سندونه تر لاسه کړل وعده درکوو چې د خپل سر په سودا به د هېواد په هر ګوټ کې چې وي د هېواد او ټولنې اوسېدونکيو ته سوله راوله او د هغوى امنيت به ساتو ))

تر دې وړاندې هم په کندهار د پوليسو په روزنيز مرکز کې ګڼ شمېر پوليس روزل شوي وو. چې دسيمې د اوسېدونکيو په خبره ورسره امنيتي چارې ښې شوې دي.
XS
SM
MD
LG