د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کورنۍ په پت وژنو ګرمه وګرځول شوه


۸ کلن محمد شفیع ، د هغه ۴۲ کلنه میرمن طوبا محمد یحیی او ۲۱ کلن زوی حامد چې د خپلې کورنۍ څلور تنه یې وژلي وو
۸ کلن محمد شفیع ، د هغه ۴۲ کلنه میرمن طوبا محمد یحیی او ۲۱ کلن زوی حامد چې د خپلې کورنۍ څلور تنه یې وژلي وو
د کاناډا یو عدالت د هغې افغان کورنۍ پلار، میرمن او زوی ګرم وګرځول چې د کورني پت په نامه یې د خپل خاندان څلور تنه وژلي وو.

د کاناډا اونټارییو رياست اوسیدونکی، ۵۸ کلن محمد شفیع ، د هغه ۴۲ کلنه میرمن طوبا محمد یحیی او ۲۱ کلن زوی حامد ته یې د ۲۵ کالو د بند سزا واوروله.

د دغه کورنۍ وکیلانو ویلي دي چې د فیصلې خلاف به اپيل کوي.

د عدالت جج رابرټ مارانجیر وويل دا يو وحشتناک جرم دی چې د پت او عزت په غلط تعبیر سره د خپلې کورنۍ غړي وژلي دي.هغه وویل دغه ډول کړنې په ټولنه کې ځای نه لري.

شفیع په دی تورن شوی و چی د کورنۍ د نوروغړیوپه مرسته یې خپله لومړۍ میرمن له درې پيغلو لوڼو سره یو ځای وژلي وو چې مړي یې د ۲۰۰۹ کال په جون کې په اونټاریو کې کینګسټن ته نژدې په یوه نهر کې وموندل شول.
XS
SM
MD
LG