د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: شیخ زید پوهنتون لپاره د کانکور آزموینې


نقیب الله متونوال - خوست

په خوست کې له هغو نږدې درو زرو زده کوونکو، چې له دوو لسمو ټولګيو فارغ او غواړي په پوهنتونونو کې لوړې زده کړې وکړي، د کانکور ازموينه واخيستل شوه.دا کسان به په ازموينه کې له بريالي کيدو وروسته د افغانستان په پوهنتونونو کې شامل شي.

په دغه ازموینه کې، چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د يوه پلاوي له خوا د خوست په شېخ زید پوهنتون کې واخيستل شوه شاوخوا دريو زرو زده کوونکو ګډون وکړ، چې له ٤٠ تنه نجونې دي.

د خوست شېخ زید پوهنتون ریس دکتورګل حسن وليزي د ازموینې د پیل پرمهال له خبریالانو سره په خبروکې وویل، چې د دوی د ازموینې بهیر منظم او شفاف دی.

وليزي زياته کړه، چې سږکال د تېر پرتله د جذب ګنجاييش هم زیات دی او په خبره یې، چې تېرکال شاو خوا ۱۸۰۰ زده کوونکي د خوست شېخ زاید پوهنتون ته بریالي شوي وو، او دا ځل به له ٢٠٠٠ څخه زيات وي.
د خوست شیخ زید پوهنتون یوه منظره
د خوست شیخ زید پوهنتون یوه منظره

د وليزي په وینا چې سږکال به په ازموینه کې څه باندې درې زره تنه فارغ زده کوونکي ګډون وکړي چې په دې کې٤٠ تنه نجونې هم شاملې دي.

بله خوا د ازموینې ګډونوالو هم د ازمویني له بهیره خوښي څرګنده کړه او ویې ويل، چې تر اوسه ورته کومه ستونزه نه ده پیدا شوي. او دوى هيله من دي، چې بريالي به شي.

په دې ازموينه کې هغه زده کوونکي هم، چې له تېرکال څخه پاتې وو برخه واخيسته.

د خوست شېخ زید پوهنتون نږدې نهه کاله وړاندې له پيښوره را ليږدول شوى افغان پوهنتون دى، چې په خوست کې د متحده عرب امارتو لخوا ورته د ودانيو په جوړولو سره د شيخ زايد پوهنتون نوم ورکړل شو؛ او دا مهال په لسو پوهنځيو کې له ٤٠٠٠ زيات محصلين زده کړې کوي، چې سږ کال به دا شميره نږدې شپږ زرو ته لوړه شي
XS
SM
MD
LG