د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (ماسټر علي حیدر)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې خپرونې موضوع د ماسټر علي حیدر فن دی.

ماسټر علي حیدر په ۱۹۸۰مې لسیزې کې د هارمونیم غږوونکي په توګه د موسیقۍ ډګر ته را ووت او بیا وروسته موسیقار هم شو او پخپله یې هم سندرې وویلې.

نوموړی وايي، ده پخپله له اووه کالنۍ راهیسې سندرې ویل پیل کړي دي او هم هغه وخت وو چې ده د موسیقۍ زده کړه هم پیل کړه.

ماسټر علي حیدر وايي، کله چې شا و خوا ۲۲ کالن وو نو په مرۍ کې د غږ پیدا کوونکو برخو د عملیاتو له کبله یې غږ له لاسه ورکړ او همدا وجه شوه چې سندرې یې ودرولې.

تر هغې وروسته بیا تر مودو راهیسې د ده درملنه روانه وه چې بیا یې سندرې ویل پیل کړل.

د سندرو امېل په دې خپرونه کې چې هارون باچا یې جوړوي، زموږ مېلمه ماسټر علي حیدر دی او د تل په څېر په خپرونه کې سندرې هم لرو.

خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ:


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG