ریاض ګل - اسلام آباد
د پاکستان خارجه دفتر وياند عبدالباسط اسلام آباد کې اوونيزې خبرې غونډې ته په خپلو څرګندونو کې وويل چې ”دپاکستان او امريکا سفيران د دواړو ملکونو تعلقاتو ښه کولو لپاره هلې ځلې کوي او پاکستان غواړي چې له امريکا سره ښه اړيکې ولري خو په دې لړ به کې د پارليماني کميټۍ سپارښتونه په نظر کې ساتي“
د نوموړي وينا وه چې” پاکستان تل د افغانستان امن او استحکام کې خپل کردار ترسره کړی دی او اوس هم په خپله خبره ولاړ دی چې د هر هغه ګام ملاتړ به کوي چې د افغانستان په امن او سياسي استحکام تماميږي“
ده زياته کړه چې” باګرام کې د قيد پاکستاني وګړو د راخلاصي لپاره خبرې اترې روانې دي او په دې کې ډير پرمختګ شويدې. پاکستاني حکومت او کابل کې د پاکستان سفارتخانه غواړي چې زر تر زره افغاستان کې قيد پاکستانيان په حفاظت سره وطن ته راولي“
د يوې پوښتنې په ځواب کې د وياند وينا وه چې” موږ ډيره موده افغان کډوال په خپل ملک کې ميلمانه وساتل اوس بايد چې دا خلک د ملګرو ملتونو او د کډوالو د ادارو په مرسته په عزت سره بيرته خپل وطن ته ستانه شي“.
د ايران او د ملګرو ملتونو ترمنځ د جوهري پروګرام په اړه رامنځ ته شوي کړکيچ په باب هغه وويل چې” د پاکستان خواهش دې چې دا معامله د مذاکراتو له لارې هواره شي“.
د يو سوال په ځواب کې عبدالباسط وويل چې” پاکستان د ايران لپاره د امريکا قانون او بنديزونو ته ګوري خو دا بنديزونه به د پاک ايران ګيس پائپ لاین په لار کې خنډ نه جوړيږي البته که د ملګرو ملتونو دسلامتي کونسل لخوا څه ګام پورته شو نو پاکستان په هغه د عمل کولو پابند دی“.
افغانستان ته د پاکستانۍ خارجه وزيرې حنا رباني کر د دورې په اړه هغه وويل چې” لا د دې لپاره نيټه نه ده ټاکل شوې، دغه شان چې کله د افغانستان د بياودانۍ په اړه په جاپان کې د کيدونکې غونډې ايجنډه مخې ته راشي بيا به پاکستان فيصله کوي چې په دې کې په کوم کچ ګډون وکړې. “