د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغانستان د تقسیمولو ګنګوسې بې ځایه دي"


افغانستان: په کابل کې د امریکا سسفیر راین کروکر
افغانستان: په کابل کې د امریکا سسفیر راین کروکر
په افغانستان کې د امریکا سفیر په افغان رسنیو کې هغه خپاره شوې رپوټونه رد کړل، چې وايي ، امریکا له طالبانو سره د افغانستان د خلکو او حکومت په بیه په پټه معامله کوي.

راین کراکر د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې پرون هغه اوازې هم رد کړې، چې امریکا د افغانستان د ویشلو پلان لري او یا د افغانستان د حکومت په سیسټم کې بدلون راولي.

راین کراکر وویل، دا اوازې د هغو یو زر او اته سوه امریکایي پوځیانو قربانیو ته نه درناوی دی، چې د یو موټي افغانستان لپاره یې د داسې افغانستان لپاره، چې قانون په کې حاکم وي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د امریکا سفیر وویل، په تیره یوه لسیزه کې د امریکا د مالیه ورکوونکو په میلیارډونو ډالر په افغانستان کې د بیا رغونې په چارو لګول شوې دي او امریکا به د اوږدمهاله ستراتیژیکو همکاریو د تړون له لارې بیا هم له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د امریکا سفیر وویل، چې کابل او واشنګتن په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ کوي، خو د افغانستان د راتلونکې په اړه پریکړه په ا فغانانو پورې تړلېده.

راین کراکر بیا په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانیستلو موضوع ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه، چې ولسمشر کرزی د دې دفتر ملاتړ کړی.

د روانې میاشتې په ترڅ کې چې کله د بهرنیو چارو وزیرې هیلرې کلنټن د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره د دې دفتر په اړه خبرې وکړې ویې ویل، چې دا مساله باید تر هرچا مخکې افغانستان او قطر په خپلو کې ومني.

د امریکا سفیر زیاته کړه، چې د دې دفتر د پرانیستلو لپاره له افغان طالبانو غواړو، چې په افغانستان کې د نړیوال ترهګرۍ ضد د سولې بهیر ملا وتړي او د جګړې د ختمیدو په اړه روښانه دریځ څرګند کړي.

د امریکا سفیر دا هم وویل، چې له افغان حکومت سره په دې برخه کې سلا یو، چې طالبان باید د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او هغه درې نور شرطونه ومني، چې له القاعده سره اړیکي وشلوي، تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د افغانستان د اساسي قانون ومني.
XS
SM
MD
LG