د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په قطر کې به ژر د طالبانو لپاره دفتر پرانستل شي"

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازی مارک ګروسمن

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازی وایي، چې د طالبانو لپاره باید ډیر ژر په قطر کې د فتر پرانیستل شي چې دغه ډول افغانان په خپلو کې د سولې خبرې پرمخ یوسي.

مارک ګروسمن پرون په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د دغه دفتر د پرانیستلو لپاره باید د افغانستان او قطر حکومتونو ترمنځ رابطه ټینګه شي.

ګروسمن چې کابل ته په سفر کې یي له افغان ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو مشرانو چارواکو سره د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې کړي دغه راز وویل، چې دی به په دې سفر کې د قطر له چارواکو سره د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانیستلو په اړه به هم خبرې وکړي.

د افغانستان د دبهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین پرون د اتوار په ورځ ناوخته ویلي چې د قطر یو حکومتي پلاوی به ډېر ژر کابل ته ولاړ شي چې په قطر کې د طالبانو لپاره د سیاسي د سیاسي دفتر جوړولو او ورسره د سولې په مذاکراتو خبرې وشي.

د افغانستان ولسمشرحامد کرزي له ګروسمین سره تر خبرو مخکې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د سولی بهیر بابد افغان ډوله وي. ((د سولې د پروسې او د مذاکراتو خاوند د افغانستان ملت دی هیڅ پردی هېواد یا نهاد د افغانستان د ملت ددې حق مخه نشي نیولای.افغانستان یو ځل بیا پر هغو اصولو او ارزښتونو تاکید کوي چې لويي جرګې يي سپارښتنه کړې))

د سولې عالي شورا په دې ټینګار کوي، چې د سیمې او په تیره بیا د پاکستان د همکارۍ پرته دا هڅې له ستونزو سره مخ کیدای شي.

د هغه له سفر سره د پاکستان مخالفت له دې بهیر سره د دغه هیواد د همکارۍ په اړه ځینې اندیښنې زیږولي، خو د سولې عالي شورا له دې بهیر سره د پاکستان مخالفت نه یوازې د افغانستان بلکه خپله ددغه ملک په زیان هم بولي.

ګراسمن افغانستان او سیمې ته دا سفر په داسې حال کې پیل کړې، چې د ځینو رپورټونو له مخې ټاکل شوې تر راتونکې یوې اونۍ پورې د امریکا او طالبانو ترمنځ اصلي خبرې پیل شي.

ګروسمن کابل ته له سفر مخکې، ترکیي، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او هند ته تللې و، ګروسمن به نن قطر ته و لاړ شي چېرې چې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو او دې هېواد ته له ګوانتنامو زندان څخه د یو شمېر طالب بندیانو د استولو خبره په دې وروستیو کې ډیره توده شوې ده.

XS
SM
MD
LG