د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: مشکوکه ډرون برید وسله وال وژلي


ډرون الوتکې په وزیرستانونو کې د وسله والو پر پټنخایونو په بریدونو کې یوه اغېزمنه درته ګڼل کېږي
ډرون الوتکې په وزیرستانونو کې د وسله والو پر پټنخایونو په بریدونو کې یوه اغېزمنه درته ګڼل کېږي

د پاکستان په قبائلي سیمه شمالي وزیرستان کې د مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو په یوه تازه برید کې پينځه تنه مشکوک وسله وال ووژل شول.

ځايي امنيتي چارواکي وايي، دغو الوتکو نن د ګل/دوشنبې په ورځ تر غرمې وړاندې له مرکز میرام شاه نه په لرې پرته سیمه دته خیلو کې د وسله والو یوموټر، چې ګومان کیږي د خپل جنګي مرکز پر لور روان و په نښه کړ.

یوه ځايي امنيتي چارواکي ، چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي رسنیو ته وویل، چې په یوه پيک اپ موټر کې پينځه تنه سخت دریځي وسله وال سپاره وو او د دته خیلو په دیګان نومي کلي کې یوه کور ته څیرمه تر برید لاندې راغلل.

دسرچینو د معلوماتو له مخې په موټر کې پینځه تنه وسله وال سپاره وو، چې څلور یې ځای پر ځای ووژل شول او پنځم تن یې لږ ساعت وروسته سا ورکړه.


بلخوا په سیمه کې یوې بلې باخبره سرچینې د خپل نوم نه ښودلو په شرط د ځايي خلکو له قوله مشال راډیو ته وویل، ډیر امکان لري، چې وژل شوي ټول د القاعده ډلې بهرني وسله وال وي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې له دې بریده لږه شيبه وړاندې په دغه سیمه کې یوشمیر بهرني وسله وال لیدل شوي، چې په خبره یې تر برید وروسته یې هیڅ څرک ونه لګید.

دته خیل د افغانستان پولې ته څيرمه د شمالي وزیرستان هغه لرې پرته سیمه ده، چې پر ځايي وسله والو سربیره د نامعلوم شمير بهرنیو وسله والو اورپکو د اوسیدو مهم مرکز ګڼل کیږي.

له دې وړاندې هم پر دغه سیمه ګڼ شمير ورته بریدونه شوي، چې په ځینو کې یې د بهرنیو وسله والو وژنه تایید شوې هم ده.

په روانه میاشت کې پر شمالي وزیرستان دا درېیم ورته برید دی، چې ترسره کیږي.

له دې وړاندې د جنوري پر یوولسمه نېټه د میرام شاه بازار ته څيرمه او بل یې په دته خیلو کې شوی و، چې ټولټال د اوو تنو سخت دریځو وژنه پکې تایید شوې وه.

پر وزیرستانونو دا بریدونه په داسې حال کې کیږي، چې په تیر نومبر میاشت کې د مومندو په قبایلي سیمه کې د پاکستان پر یوه سرحدي پوسته د ناټو د پوځي هلیکوپترو په برید کې د ۲۴ پاکستاني پوځيانو تر وژنې وروسته د امريکا د متحدو ایالاتو او پاکستان تر منځ اړيکې کړکېچن شوي دي.او پاکستان د بلوچستان شمسي هوايي اډه چې شک کېږي د ډرون الوتکو لپاره امریکایانو کاروله وتړله.

بلخوا ځینې پاکستاني رسنۍ بیا ادعا کوي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ که څه هم رامنځته شوې لانجه پرخپل ځای پاتې ده خو د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په لړ کې موافقې ته رسیدلي او پاکستان ددغې لړۍ د جاري ساتلو هوکړه کړې.
XS
SM
MD
LG