د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزي او ګروسمېن د سولې بهیر باندې خبرې کړې


مارک ګراسمن د شنبې په ورځ سهار کابل ته ورسید او د ورځې په پای کې یي له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل
مارک ګراسمن د شنبې په ورځ سهار کابل ته ورسید او د ورځې په پای کې یي له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل
د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارک ګروسمین په کابل کې په دې خبره ټینګار وکړ چې واشنګټن له طالب یاغیانو سره د سولې د خبرو اترو ملاتړ کوي. نوموړي ویلي امریکا دې ته تیاره ده چې د افغانستان تر مشري لاندې د روغې جوړې په خبرو کې مرسته وکړي چی په پرامنه توګه شخړه هواره شيٍ.

مارک ګراسمن د شنبې په ورځ سهار کابل ته را ورسید او د ورځې په پای کې یي له افغان ولسمشر سره ولیدل، چې لا یي هم جزیات نه دي څرګند شوي.

بلخوا د افغانستان ولسمشرحامد کرزي له ګروسمین سره تر خبرو مخکې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د سولی بهیر بابد افغان ډوله وي. ((د سولې د پروسې او د مذاکراتو خاوند د افغانستان ملت دی هیڅ پردی هېواد یا نهاد د افغانستان د ملت ددې حق مخه نشي نیولای.افغانستان یو ځل بیا پر هغو اصولو او ارزښتونو تاکید کوي چې لويي جرګې يي سپارښتنه کړې.))

د ګروسمین دا دوره د طالبانو لخوا په قطر کی د سیاسي دفتر پرانیستلو د اعلان څو اونۍ وروسته مخې ته راغلی چی په دغه هیواد کې د یوې لسیزې راهیسې روانې جګړې د ختمیدو لپاره له طالبانو سره د واشنګټن خبری کیدونکي دي.

افغان حکومت که څه هم په قطر کې طالبانو ته د سیاسي دفتر له پرانیستلو سره موافقه کړې، خو ویلي، چې د دې خبرو ملاتړ به هله وکړي، چې مشري یي افغان لوري ته وسپارلې شي.

افغان ولسمشر د خپل حکومت دا دریځ په داسې حال کې تکرار کړې، چې له تیرو لسو میاشتو راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي، خو افغان حکومت په کې نه دې ښکیل کړای شوې.

که څه هم ګراسمن او نورو امریکایي چارواکو په خپلو څرګندونو کې بیا بیا د افغان لوري دې انديښنې ته ځواب ورکړې، خو د سولې د هڅو لپاره د سیمه ایزې همکارۍ جلبول بله مهمه مسئله ده، چې افغان لوری یي له امریکا غواړي.

د سولې عالي شورا په دې ټینګار کوي، چې د سیمې او په تیره بیا د پاکستان د همکارۍ پرته دا هڅې له ستونزو سره مخ کیدای شي.

د هغه له سفر سره د پاکستان مخالفت له دې بهیر سره د دغه هیواد د همکارۍ په اړه ځینې اندیښنې زیږولي، خو د سولې عالي شورا له دې بهیر سره د پاکستان مخالفت نه یوازې د افغانستان بلکه خپله ددغه ملک په زیان هم بولي.

ګراسمن افغانستان او سیمې ته دا سفر په داسې حال کې پیل کړې، چې د ځینو رپورټونو له مخې ټاکل شوې تر راتونکې یوې اونۍ پورې د امریکا او طالبانو ترمنځ اصلي خبرې پیل شي.

د ځینو امریکایي چارواکو په حواله، چې نومونه یي نه دي ښودل شوي ویل شوي، چې په دې خبرو کې به، چې د سولې د خبرو مقدمه بلل کیږي د افغان حکومت ځینې چارواکي هم برخه واخلي.

خو دا هغه څه دي، چې نه افغان حکومت او نه هم امریکا ورباندې کومه رسمي تبصره کړې.
XS
SM
MD
LG