د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګیلاني: ولسمشر مستثنا دی ځکه یې لیک وانه ستولو


د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني په اسلام آباد کې سپریم کورټ ته ورځي.
۲۰۱۲م کال ۱۹م جنوري
د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني په اسلام آباد کې سپریم کورټ ته ورځي. ۲۰۱۲م کال ۱۹م جنوري
بشير ګواښ - پراګ

د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلانۍ د توهين عدالت په مقدمه کې سپريم کورټ ته وویل چې هغوی ځکه سویس عدالت ته لیک وانه ستولی چې ولسمشر ته د آیين له مخې استثنا حاصله ده.

وزيراعظم عدالت ته ويل چي نورو هيوادونو کې هم ولسمشرانو ته دا رنګه استثنا حاصله ده. هغه زياته کړه حکومت د عدالتي پرېکړو درناوی کوي.


وزيراعظم سره په سپريم کوټ کې يو شمير د حکومت د اتحادی ګوندونو مشران او وفاقی وزيران موجود وو. په دي موقع اسلام اباد کې کلک حفاظتی ګامونه پورته کړی شوي وو.

د پاکستان په سپريم کورټ کې د توهين عدالت په کیس کې د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني په اړه اوريدنه د فبرورۍ د مياشتې تر لومړۍ نيټې پورې وځنډوله.

د پاکستان سپریم کورټ د د قومي مصالحتی ترمخه سویز چارواکو ته د پاکستان د صدر آصف علي زرداري د کيسونو په اړه د لیک نه استولو پر سره هغه ته د توهینې عدالت نوټیس ورکړی دی.
د وزيراعظم ګيلاني وګيل بيرسټر اعتزاز احسن د ننۍ پريکړې وروسته وويل.
(( عدالت د نورې کاروايي لپاره د فبرورۍ لومړۍ نيټه ټاکلي ده. تر اوسه پورې هيڅ نه شم ويلی. دا به له وخته مخکې خبره وي چې ووايو د چا په حق کې پريکړه وشوه ځکه چې تر څو عدالت حتمي پريکړه نه وي کړي تر هغې پورې هيڅ نه شو ويلي.))

احسن وويل چې د پاکستان صدر او وزيراعظم ته په دې کيسونو کې د قانون ترمخه استثنا حاصله ده او د چيف جسټس د قانع کولو لپاره به دليلونه راوړي.

اعتزاز احسن سپريم کورټ ته د پاکستاني وزيراعظم وړاندې کول تاريخي ګام وباله او وي ويل چې د پيپلز حکمران ګوند د عدليې ډير زيات احترام کوي او همدا وجه ده چې وزيراعظم د استثنا باوجود هم عدالت ته حاضر شو. هغه زياته کړه.

((نن د پاکستان په تاريخ کې ډيره اهمه ورځ ده. او د عدليې او آيين په تاريخ کې هم لويه ورځ ده چې د پاکستان وزيراعظم په خپل سپريم کورټ ته راغی او عدليه يې لوړه وبلله. دا څه وړه خبره نه ده.))

ځينو رسنيوو دا کیس د آصف زرداري د پيپلز ګوند لپاره فيصله کوونکی بللی دی او د حکومت د ړنګيدو خطر هم ورسره تړلی بولي.
XS
SM
MD
LG