د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ګوزڼ کمپین مخنیونکي د افغان ماشومانو دښمنان دي"


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی یوه ماشوم ته د ګوزڼ څاڅکی ورکوي.۲۶ جولايي ۲۰۰۹م کال
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی یوه ماشوم ته د ګوزڼ څاڅکی ورکوي.۲۶ جولايي ۲۰۰۹م کال
دافغانستان ولسمشر حامد کرزي په هيواد کې دګوزڼ ( پوليو) په صورتحال انديښنه ښودلې او پر طالبانو يې د دوی تر کنټرول لاندې سيمو کې د ګوزڼ ضد کمپین کوونکو ډلو ته د اجازي ورکولو غږ کړی دی.

د ولسمشر له دفتره جاري شوي بيان کې حامد کرزي ويلي هر هغه څوک چې د ګوزڼ د وېکسين په مخه کې دريږي هغه ددې هيواد د ماشومانو د مستقبل رښتوني دښمنان دي.

حامد کرزی له دیني عالمانو، ملايانو، ولسي مشرانو او مخورو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د ګوزڼ د څاڅکو مخالفين دې ماشومانو ته ددې ناروغی ويکسين ورکولو ته و هڅوي.

افغانستان، پاکستان او نایجېريا د نړۍ يوازينی هغه درې هيوادونه دي چې لا هم ګوزڼ یا پوليو وهلي ناروغان لري.

تير کال افغان حکومت د ګوزڼ اتيا ناروغان راجسټر کړي وو چې دا شميره د دوه زره لسم کال په پرتله درې چنده زياته ده
XS
SM
MD
LG