د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د افغاني ټوکرو نندارتون پرانستل شو


بازمحمد عابد مشال ريډيو

جلال اباد: په جلال اباد کې د نساجي فابريکو يا ټوکر اوبدلو د محصولاتو يو ورځينى نندارتون د يکشنبې يا اتوار په ورځ پرانستل شو.

دا نندارتون د ننګرهار د سوداګرى او صنايعو خونې او د امريکا د پراختيايي اداري ( يوسيډ) ايډيا نيو څانګۍ په مرسته جوړ شوى و.

د ننګرهار د سوداګرى او صنايعو خونې اجراييه مدير انجنير محمد قاسم يوسفي د نندارتون د جوړيدو په حقله خبريالانو ته وويل:
(( د افغانستان د ولسمشر د فرمان په اساس دې خبرې ته د خلکو پام را اړول دي چې دا افغاني توکي وګوري او د استعمال لپاره يې واخلي. نو په دې خاطر نن د جلال اباد ښار په شمول د څو ولسواليو څخه د ١٦ ټوکر اوبدلو کارخانو واله خپل توليدات نندارې ته راوړي چې خلکو ته خپل توليدات وښيي.))

دا چې د ايډيانيو دفتر له ټوکر اوبدونکو سره څنګه مرستې کوي. د دغه دفتر د خصوصي سکټور مسوول صفي الله په دې حقله وويل:
(( مخکې تر دې به دوى دا توکي په لاسي کډيو جوړول. د ايډيا نيو دفتر دوى ته مشينونه واخيستل او په ولسواليو کې يې خلکو ته د ټوکر اوبدلو زده کړې ورکړې. له دې پرته يو بل مشکل د ټوکر اوبدونکو دا و چې کله به يې رخت جوړ کړو نو د صفايي او رنګ ورکولو په خاطر به يې پاکستان ته وړولو. ايډيا نيو دوى ته د رنګ اميزى کارخانه جوړه کړه او اوس هم يو مشکل پاتې دى چې دوى تار له پاکستان څخه راوړي، ايديانيو غواړي چې په نيږدې راتلونکي کې د تار کارخانه هم جوړه کړي او د دوى په واک کې يې ورکړي.))

د بټي کوټ ولسوالى يو تن چې ميرزا نوميږي او خپل توليدات يې نندارې ته راوړي و، وايي چې مخکې به دوى خپل توليدات بازارونو ته راوړل، خو اوس به د دې نندارتون له برکته دوى ته سوداګر ورځي او د هغوى له غوښتنو سره سم به ورته جنس تياروي.

د ميرويس په نوم د جلال اباد ښار يو تن اوسيدونکي چې په نندارتون کې يې د وړى نه جوړ څادر اخيستى و، وايي چې تر نندارتون د مخه به يې دا توکي په بازار کې ليدل او اخيستل خو د پاکستاني توليداتو په نامه، اوس چې په دې وپوهيدو چې دا افغاني محصولات دي، نو ډير خوښ دى. دى زياتوي چې سره له دې چې نوي څادر لري، خو په دې خاطر چې دا افغاني توليدات دي، ځکه يې يو بل پټو څادر هم واخيست.

ياده دې وي د جلال اباد ښار په شمول د ننګرهار په کامه، بهسود، دره نور، رودات او بټي کوټ ولسواليو کې د ټوکر اوبدلو ١٦ وړې کارخانې د ايډيا نيو دفتر په مرسته جوړې شوي چې په نارينه او ښځينه شالونو سر بيره په کې د جامو خامتا، د غاړې دسمالونه او له وړيو څخه په کې شړۍ جوړيږي.
XS
SM
MD
LG