د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅ بېلتون غوښتونکو د پاکستانۍ ملېشې ۱۳ عسکر وژلي


د پاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني په کوټه کې د نویو برتي شوو د وړتیا جاج اخلي (دېرشم جون کال ۲۰۱۰م)
د پاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني په کوټه کې د نویو برتي شوو د وړتیا جاج اخلي (دېرشم جون کال ۲۰۱۰م)
نیازموساخېل ، مشال ریډیو

کوټه : د بلوچستان په تربت سیمه کې د تېرې شپې د دولسو بجو په شاوخوا کې د یوې بمي چاودنې او ډزو په ترڅ کې د امنیتي ځواک ایف ، سي ۱۳ سرتېري وژل شوي دي.

د تربت د تومپ مرستیال کمشنر ، بادل شاه ووېل چې د ایف ، سي ۲ ګاډۍ د بولېده له سیمې راروانې وې چې په لاره کې د بمې چاودنې ښکار شوې

ده له مشال ریډیو سره به خبرو کې وویل ٫٫ دا د زامران سیمه ده چې په جګو غرونو کې راګیر ، غېرآباده او لرې پرته سیمه ده .د ایف ، سي پر ګاډۍ لومړی بمې چاودنه وشوه او وروسته په غرو کې پټ شویو وسلوالو پرې د درنې وسلې په وسیله برید هم وکړ. په نتیجه کې دواړه یادې شوې ګاډۍ ورانې شوې او د ځواک شاوخوا ۱۳ سرتېري وژل شوي او هم دومره ټپي شوي دي.٬٬

مرستیال کمشنر بادل شاه وویل چې له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه په ګېره کې اخیستې او د پلټنیز عملیات یې پېل کړي دي.

هغه زیاته کړه ٫٫ د پلټنو پر مهال له بېخي زیاتو ستونزو سره مخامخ یو. یو خو سیمه بېخې لرې پرته او په دنګو غرونو کې راګیر ده او بل هلته نه موبایل کار کوي او نه مځکنی ټلیفون .یانې هلته د اړیکو آسانتیاوي له سره شته نه کوم چې د پلټنو او مرستندویه کارونو لپاره ضروري وي.٬٬

هلته بلوڅ بیلتون غوښتونکي سازمان ٫٫بلوڅ لبرېشن فرنټ٬٬ د پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده . د بلوڅو بېلتون غوښتونکې ډلې وخت پر وخت د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د داسې برریدونو پړه پر غاړه اخلي. د دې یوه بېلګه هغه وه چې شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې هم د بلوچستان صوبې د بارکهان او موساخېل ضلعو پر پولو په یوه برید کې د ملېشې ځواک ۱۴ سرتېري وژل شوي وو او بیا ٫٫بلوچ لبریشن آرمي٬٬ منلي وو چې هغه برید دوی کړی وو.
XS
SM
MD
LG