د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم د دفاع سیکرټر له دندې لرې کړ


د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني
بشير ګواښ ، مشال ریډیو

پراګ : په داسې حال کې چې د پاکستان د پو ځ او ملکي حکومت ترمنځ اړيکي لا پسې خرابې شوي ، د دې ملک وزيراعظم د دفاع سکرټر له دندې ليرې کړی دی او ويلي يې دي چې اوس هم پر دې خبره ولاړ دی چې د پاکستان د پوځ او آيي، ايس، آيي مشرانو چې د لانجمن ليک په کیس کې کوم جوابونه داخل کړي، هغه له ناقانونه لارې ترسره شوي دي.


د پاکستان وزيراعظم د چارشنبې په ورځ د دفاع سکرټر له خپلې دندې لرې کړی دی. د رسنيوو په وينا وزيراعظم يوسف رضا گيلاني د دفاع سکرټر خالد نعيم لودهي له دې کبله له دندې ګوښه کړی چې هغه د پاکستان په سپريم کورټ کې د لانجمن ليک په اړه په روان کيس کې کوم بيانونه جمع کړي وو، هغه يو غيرقانوني گام و چې له امله يې د ادارو ترمينځ غلط فهمۍ پيدا شوي دي.

پرون د پاکستاني پوځ د اطلاعاتو ادارې د وزیراعظم ګېلاني د دې بيان په اړه چې په سپريم کورټ کې د پاکستاني پوځ او جاسوسي ادارې آی ، ایس ، آی د مشرانو بيانونه وړاندې کول، په غير آييني توګه شوي ، وويل چې دا ډير سنګين تور دی.

د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني په خپله دغه خبره ولاړ پاتې شو او پرون يې يو ځل بيا له خبريالانو سره په خبرو کې وويل ((د قانون مطابق د پاکستان د پوځ او د آيي، ایس، آيي د مشرانو سپريم کورټ ته ورکړي جوابونه بايد د دفاع د وزارت له لارې د قانون وزارت ته تللی وای او بيا د پاکستان اټارني جنرل ته بايد تللی وای. دوی لکه څرنګه چې د قانون ترمخه پکار ده، د دفاع له وزير څخه تاييد نه دی اخیستی. په ليکلي يا ناليکلي شکل يې دا تاييد نه دی اخیستی. د قانونه له وزارته هم تير شوي. دوی دا بيانونه پخپله ليکلي. نه وزير ليکلي او نه هم اټارني جنرل.))

ياده دي وي چې د قانون تر مخه د پاکستان پوځ د دفاع وزارت ماتحت دی.

دپاکستان پوځ خبردارى ورکړى دى چې وزيراعظم دپوځ په مشرانو دائين څخه دسرغړونې کوم تور لگولى دهغې سختې نتيجې رابرسيره کيدای شي خو پرون ګيلاني وويل چې پوځ د دغه وضاحت کولو مخکې د نوموړي سره خبرې کړي وي.

د دې لانجمن خط مسله هغه وخت راښکاره شوه چې کله پو پاکستاني نيژاده امريکايي، منصور اعجاز، په امريکا کې د پاکستان پر پخواني سفير حسين حقاني تور ولګاوه چې د ولسمشر آصف زرداري په خوښه يې په ليک کې له امريکا څخه غوښتنه کړي چې د پاکستان د پوځ واکونه دې کم کړل شي. حسين حقاني دا تورونه ردوي او له خپلې دندې يې استعفا هم ورکړي.
XS
SM
MD
LG