د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او طالبانو ترمنځ پټه ډپلوماسي روانه ده.


د ننګرهار په غرونو کې د طالبانو وسله وال کسان.۱۴م اکتوبر ۲۰۱۱م کال
د ننګرهار په غرونو کې د طالبانو وسله وال کسان.۱۴م اکتوبر ۲۰۱۱م کال

په واشنګتن پوسټ ورځپاڼه کې ليکوال ډيوډ اګنيش يوه مقاله له طالبانو سره په خبرو اترو کې د پرتو ننګونو تر سرليک لاندي ليکلی ده. نوموړی ليکي د نوي کال په شورو کې د طالبانو او د امريکا ترمينځ پټه دپلوميسي روانه ده.

زياتره څيړونکي په دې نظر دي چې له طالبانو سره د سولي بهير به څه نتيجي رابرسيره کړي که څنګه. خو دا خبره خونده وره ده چې له طالبانو سره خبرې اترې روانې دي.

ورځپاڼه ليکي طالبانو سره د خبره اترو بهير تير کال د فرورۍ مياشتي ۱۸ نيټه شورو شوي وو کله چې د امريکا د بهرنو چارو وزيری هېليري کلنټن د افغانستان د جګړی ختمولو لپاره سياسي تګ لاره اعلان کړه. دا خبره په پام کې نه ده نيول شوې چې ميرمن کلنټن له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره دوه شرطونه هم ختم کړي چې القاعده شبکي نه بيلېدل او افغان اساسي قانون منل شامل دي. دا دواړه شرطونه د خبرو اترو لپاره ضروری ګرځولي شوي نه چې لومړي به وی.

ورځپاڼه ليکي د امريکا او د طالبانو استازو په جرمني کې پټ ملاقاتونه کړی کله چې ميرمن کلنټن وينا کړې وه او له دې وروستو په جرمني او قطر کي د ليدو کتو لړۍ پيل شوه. دويم ګام په قطر کې د طالبانو په رسمي توګه دفتر خلاصول وو او د دې لپاره افغان حکومت سره خبرې اترې پيل شوې.

ورځپاڼه ليکي د امريکا لخوا خبرو اترو کې مشر سفارتکار مارک ګروس مين برخه اخیستې، او د طالبانو لخوا طيب اغا استازۍ وو. طيب اغا ښه انګريزی وایي او مسلکي کس دی او دوی تير کال په دوبۍ کې له امريکايي چارواکو سره يو شمير ملاقاتونه کړی وو. ورځپاڼه د طيب اغا په اړه مقاله کې زياته وي چې ۲۰۱۰ کال کې طيب اغا له جرمني چارواکو سره ملاقاتونه پيل کړي وو، او په نومبر مياشت کې امريکايي چارواکو په دې ملاقانو کې ګډون شورو کړو نو د دوی لومړی کار طيب اغا معلومه ول وو چې اغا د طالبانو په رښتيا استازی دی او که نه.
امريکا منلې ده چې طيب اغا د طالبانو استازی دی او له دوی سره ملاقاتونه د سفارتکارو په وينا د اعتماد سازۍ ګامونه دي.

ورځپاڼه ليکي په دې کې په قطر کې سياسي دفتر خلاصول او له ګونتانامو زندان نه پينځه طالبان قيديان خوشي کول دي، د قطر حکومت ژمنه کړې چې دا قيديان به په کور کې نظر بند وي.

ورځپاڼه په دې بهير کې د پاکستان رول په اړه مقاله کې ليکي چې طيب اغا د طالبانو لخوا امريکا سره خبرې اترې کوي او د پاکستان د استخباراتی اداری ای ايس ای مشر شجاع پاشا په خپل سر د حقاني له زوی ابراهيم حقانی سره د اګست په مياشت کې له امريکايي چارواکو سره د ملاقات لپاره اماراتو ته ليږلی وو. خو دې ملاقات څه نتيجي رابرسيره نه کړې او د امريکايي چارواکو په وينا حقاني شبکې سره د آی اېس آی مرسته دوام لري.

ورځپاڼه ليکي که چرې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانستل شي نو امريکايي چارواکي هيله مند دي له دې سره به د کرزی حکومت او طالبانو ترمينځه اعتماد سازی زياته شي چې کيدای شي طالبان له ځانمرګو بريدونه لاس واخلي او افغان حکومت دوی ته محفوظه لاره ورکړي، دا اوږده لاره ده خو ټولو جنګونو ته د پای ټکی اېښودل د دا ډول خبرو اترو له بهيره پيليږی.
XS
SM
MD
LG