د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اورکزو کې د لسو پاکستانیو سرتېرو مړي موندل شوي


د پاکستان پوځي چارواکي مشال ریډیو ته ویلي چې دوی د امنیتي ځواکونو د لس سرتېرو مړي موندلي چې پروسږکال په د ډسمبر په ۲۱ مه نېټه وسلوالو د بره اورکزو د کاږه کمر له ډبورۍ سیمې تېښتولي وو.

د ای اېس پي آر یوه چارواکي د نوم او غږ نه خپرولو شرط له مشال ریډیو سره په خبرو کې ویلي چې د اتوار په ورځ یې د سرتېرو مړي موندلي دي او د پښتونخوا مرکز پېښور ته یې رسولي دي.

هغه دا هم ویلي چې وژل شوي د پاکستاني پوځ سرتېري وو.

د تحریکې طالبان پاکستان ویاند احسان الله احسان له یوه ناڅرګند ځای نه له مشال ریډیو سره په خبرو کې ويلي چې پاکستاني سرتېري دوی وژلي دي.

له دې وړاندې هم پاکستانيو وسله والو طالبانو د ایف سي پنځلس سرتېري له تښتولو وروسته وژلي وو او مړي یې د تېر شورو/چارشنبې (۴جنوري)په ماښام له شمالي وزیرستان سره نزدې د کورمې اېجنسۍ په سپین ټل سیمه کې غورځولي وو.

بلخوا د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې پولیس دعوا کوي چې درې ځانمرګي برید کونکې یې نیولي دي.

د پولیسو په وېنا دډیره اسماعیل خان ښار نه اووه کلومیټره لرې قیوم نګر نومې کلي کې د کاروايی پرمهال یې درې واړه ځانمرګي برید کونکي، سره دخپلو خودکش جېکټونو نیولي دي.

د امنیتي ځواکونو دخفیه ادارې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال رېډیو ته ویلي دوی ته اطلاع میلاو شوې وه چې په یاد شوي ښار کې د ځانمرګي بریدونو په غرض درې کسان د ښار څنډو ته رسیدلي دي.

د چارواکو په وینا دغه کسان د تحقیقاتو لپاره محفوظ ځای ته بیول شوي دي.
XS
SM
MD
LG