د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار:میانشین ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونيول شوه


د کندهار والي توریالی ویسا
د کندهار والي توریالی ویسا
سید شاه سقیم - کندهار

د کندهار دولتي چارواکي وايي چې میانشین ولسوالۍ يې په دوو اونيو کې تر چاڼيزو عملياتو وروسته بېرته له وسله والو څخه نيولې او دا مهال يې په ولکه کې ده.

د دوى په خبره د میانشین ولسوالۍ د نيولو په عملياتو کې ملي پوليسو او ملي اردو ونډه درلوده چې په تخنيکي برخه کې يې مرسته يې نړيوالو سرتېرو کوله .

د کندهار والي ډاکټر توريالى ويسا وايي چې په میانشین کې ترسره شوي عمليات د همکارۍ په نامه د هغو عملياتو يوه لړۍ وه چې دوه کاله وړاندې په کندهار کې پيل شوي وو .

دى وايي په میانشین کې د ترسره شويو عملياتو قومنده افغان سرتېرو کوله .

((ملي پوليسو او ملي اردو د دغو عملياتو مشري کوله او ايساف ځواکونو يې تخنيکي مرسته کوله . د دغو عملياتو په پايله کې میانشین بېرته له وسله والو ونيول شوه او دا مهال په دولت پورې اړه لري. موږ تر اوسه پورې هلته امنيه قومندان او ولسوال ليږلي دي او پاتي نور چارواکي به هم ور ولېږو ))

د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق وايي چې دا مهال يې له کندهاره تر میانشین پورې پر غزېدلې لاره د پوليسو امنيتي پوستې هم جوړې کړې دي.
دى وايي په ترسره شويو عملياتو کې تر اوسه پورې د دوى يوازې يو تن پوليس وژل شوى.

((ملي پوليس او ملي اردو د ايساف په مرسته لاړل او هغه ولسوالۍ يې ونيوله . موږ له کندهاره تر میانشین پورې په يو لاره اوس پوستې هم جوړې کړي او دا مهال که دولتي چارواکي وايي که عام وګړي کولاى شي په ډاډه زړه هلته لاړ شي . په میانشین کې په دوو اونيو کې د ترسره شويو عملياتو پر مهال زموږ يوازې يو تن پوليس وژل شوى دى هغه هم د ماين په چاودنه کې ))

ده وونه ويل چې په په عملياتو کې يې وسله والو څومره ځاني زيان اړولى دى .

میانشین له زابل او روزګان سره پر پوله پرته غرنۍ وسله والۍ ده چې پېنځه کاله او شپږ ماشتې وړاندې د دولت د مخالفو وسله والو لاس ته ورغلې وه . خو ورڅېرمه غورک ولسوالۍ يې لا اوس هم د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده .
XS
SM
MD
LG