د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملکي حکومت له پوځ سره په جنګ کې نه دی، زرداري


بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ - پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري ویلي د ده حکومت به د لانجمن لیک په اړه د پارلېمان د قامي سلامتۍ د کمېټۍ پلټنې مني ځکه چې پارلېمان تر ټولو برلاسې اداره ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سپریم کورټ هم د دې خط په اړه د پلټنو کولو لپاره یو عدالتي کمېشن جوړ کړی دی.

زرداري دا څرګندونې له پاکستاني شخصي ټیلي ویژن جیو سره د مرکې پر مهال کړې دي.

اصف علي زرداري وویل، د ده ملکي حکومت د هیواد له پیاوړي پوځ سره په جنګ کې نه دی.

د لانجمن لیک مسله هغه مهال مخې ته راغله چې یوه پاکستاني توکمه امریکايي منصور اعجاز دعوه وکړه چې په پاکستان کې د امریکا سفیر حسین حقاني د امریکا د ټولو ځواکونو له پخواني مشره په یوه لیک کې د پاکستاني پوځ پر وړاندې د مرستې غوښتنه کړې ده.

اعجاز دعوه کوي چې په لیک کې ویل شوي ول، د پوځ لخوا د ولسي حکومت د لرې کولو د هڅو مخه دې ونیول شي.

د ۲۰۱۱ز کال د مې په دویمه د امریکا ځانګړو ځواکونو په پاکستان کې د القاعده اورپکې شبکې مشر اسامه بن لادن وواژه.

تر دې وروسته په پاکستان کې بحث روان شو چې اسامه بن لادن په دې هیواد کې څه کول او چا ساتلی وو؟

په یاد لانجمن لیک کې تر همدې پېښې وروسته د پوځ د کودتا د مخنیوي تر څنګ د اسامه بن لادن د معاملې د سمو او ګډو پلټنو خبره هم شوې وه.
XS
SM
MD
LG