د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي سینیټران حسین حقاني سره پر چلند اندېښمن


بوریوال کاکړ، مشال راډیو

پراګ - د امریکا د کانګریس غړو په پاکستان کې له حسېن حقاني سره د کېدونکي چلن غندنه کړېده.

حسېن حقاني په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر وو او د لانجمن لیک له امله یې له خپلې دندې څخه استعفا ورکړې وه.

د امریکا په سینیټ کې د رپبلېکن ګوند دوو او یوه ازاد غړي په یوه ګډ بیان کې ویلي چې دوی له حسېن حقاني سره د ناسم چلن ، د هغه د ځورولو او پر هغه د سفر د بندیز په اړه زیاتېدونکې اندېښنې لري.

په دې لیک کې له پاکستانیو چارواکو غوښتنه شوې ده چې دا مسله دې ژر تر ژره د اوسنیو ولسي عدالتونو په ذریعه هواره کړي.

د پاکستان سپریم کورټ پر حقاني، د لانجمن لیک په معاملې کې د لاس لرلو د تور په نتیجه کې پر سفر کولو بندیز لګولی دی.

په دې لانجمن لیک کې، چې د امریکا د ګډو ځواکونو پخواني مشر ایډمرل مایک ملن ته استول شوی وو، لیکل شوي، امریکا دې په پاکستان کې د پوځي کودتا د مخنیوي هڅې وکړي.

د پاکستان په اېبټ اباد کې د ۲۰۱۱ز کال د مې په دویمه امریکايي ځانګړو ځواکونو عملیات کړي ول او د القاعده اورپکې ډلې مشر اسامه بن لادن یې وژلی وو.

تر دې وروسته په پاکستان کې د هیواد د خپلواکۍ په اړه بحث پیل شوی وو او د دې لانجمن لیک تر مخې، تر دې عملیاتو وروسته د هیواد پوځ لخوا د جمهوري حکومت د نسکورولو ګواښ موجود وو چې د مخنیوي غوښتنه یې په لیک کې له ایډمرل ملنه شوې وه.
XS
SM
MD
LG