د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې سره صلیب کارکونکی وتېښتول شو


دا هغه موټر دی چې د سره صلیب نړیوالې ادارې کارکونکی خلیل احمد ډېل ترې وسلوالو وتېښتولی.
دا هغه موټر دی چې د سره صلیب نړیوالې ادارې کارکونکی خلیل احمد ډېل ترې وسلوالو وتېښتولی.
د پاکستان د بلوچستان له مرکز کوټې څخه د سره صلیب د نړیوالې کمېټې یو کارکونکی نامالومه وسلوالو تیښتولی دی.

د ICRC ویانده ستاره جبین د تېښتول شوي کس د نوم او شهریت له جوتولو ډده وکړه.خو په کوټه کې د پولیس یو جګپوړی چاوراکی نذیراحمد کرد د تېښتونې له ځای سره په خپلو خبرو کې وويل چې برمته شوی کس برتانوی دی.

کرد وویل دی دغه کوڅې ته دننه کېدۍ چې په یو لېند کروزر کې سورو اتو کسانو د هغه موټر ودرولی او د برتانییا وګړی خلیل ډېل یې له ځان سره یووړ. دده په خبره هغوی ترې د موټر کیلۍ هم اخیستي او د ایرپورټ روډ پر خوا یې مخه کړېده.

د کوټې پولیس مشر فیصل محمد وايي ،تر اوسه د هغوی د موټر پل مو لا نه دی لټولی.

د بلوچستان مرکز کوټه د اسلامي اورپکو او په دغه صوبه کې د بلوڅ بېلتون پالو ګړ بلل کېږي.دوی دواړو په تېر کې بهرنیان برمته کړي دي.
XS
SM
MD
LG