د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د خپلې بهرنۍ تګلارې بیا کتنه او جاج اخلي


د پاکستان د بهرنو چارو وزیره حنا رباني کر
د پاکستان د بهرنو چارو وزیره حنا رباني کر
پامیر ساحل

پراګ : د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر قامي اسمبلۍ ته ویلي، د هیواد د بهرنیو چارو د تګلارې بیا کتنه او جاج اخلي او دا ځل به د تګلارې مرکزي نکته له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو پیاوړي کول وي. نوموړې په قامي اسمبلۍ کې د بېلا بېلو غړو د پوښتنو ځوابونه ورکړل.

د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر قامي اسمبلۍ ته وویل، د اسلام اباد موخه په سیمه کې د هند، چین، افغانستان او ایران په مرسته ثبات راوستل دي.

دې وویل، د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني ویلي دي چې د هیواد د بهرنیو چارو د تګلارې بیا کتنه دې وشي.

حنا کر وویل د تګلارې د بیا کتنې پرېکړه یې د ناټو تر بریدونو وروسته هغه مهال واخیسته چې د پاکستان خپلواکي له ګواښ سره مخامخ شوه.

په لاهور کې د سیاسي چارو کارپوه پوهاند حسن عسکري پاکستانۍ تګلارې د پوره جوړښت او بیا کتنې په اړه وايي: د دې مانا دا ده ، پاکستان چې له تېرو اتو یا لسو کالونو راهیسې د بهرنیو چارو تګلاره پر مخ بیوله په هغې کې درې بنیادي خبرې وې، یوه په کې له امریکا سره اړیکي ول، دویمه د تره ګرۍ پر ضد جګړه او درېیمه کله له هند سره لانجې کله خبرې، نو اوس د دې تګلارې د ټول جوړښت بیا کتنه کېږي او بیا به دوی هڅه کوي چې دا نوې تګلاره په نویو لارو، له نوي سره بوځي.))

حنا رباني کر په قامي اسمبلۍ کې د غړو د پوښتنو د ځواب پر مهال وویل، له ناټو، ایساف او امریکا سره د راتلونکې د اړیکو په اړه وروستۍ پرېکړه به پارلېمان کوي. پوهاند عسکري وویل دا ډېر لوی بدلون دی چې د تګلارې په اړه حکومت له پارلېمانه پوښتنه کوي:((دا د پاکستان د حکومت په پالیسۍ کې ډېر لوی بدلون دی چې له پارلېمانه پوښتنه کوي ځکه چې په اییني توګه د بهرنیو چارو د تګلارې جوړول د حکومت کار دی، مشوره به حکومت مخکې هم کوله، د پارلېمان باور به یې هم تر لاسه کاوه، خو دا ویل چې له هغوی به اوس پوښتنه کوو او بیا به پر مخ ځو، دا لویه تبدیلي ده. او د دې وجه دا ده چې له بهره د پاکستان پر حکومت فشار دی نو ځکه د پارلېمان مرسته تر لاسه کوي.))

پوهاند عسکري دې پوښتنې په ځواب کې ، دا اوس چې په پاکستان کې څه حالات دي نو ایا دا ممکنه ده چې د پاکستان پارلېمان په افغانستان کې له امریکا سره ټوله مرسته ختمه کړي؟ وویل پارلېمان هیڅ کله داسې نشي کولای:

((تر کومې چې د پارلېمان خبره ده، نو پارلېمان دا هیڅ نشي ویلای چې اړیکي دې په مکمله توګه ختم کړل شي. ځکه چې واکمن اتحاد په قامي اسمبلۍ کې په اکثریت کې دی او د حکومت دا پالیسي نه ده چې اړیکي دې ختم کړل شي، د حکومت پالیسي دا ده چې د اړیکو په انداز کې دې بدلون راوستل شي نو پارلېمان به هم د بدلون خبره کوي د اړیکو د ختمولو هیڅ امکان نشته.))

حسن عسکري وویل، ځانته پاتې کېدل د پاکستان لپاره انتخاب نه دی. پارلېمان له ناټو او ایساف سره د اړیکو د ختمولو خبره ځکه هم نشي کولای چې پاکستان ته د دوی د اقتصادي، سیاسي او ډیپلوماټیکو مرستو ضرورت دی.
XS
SM
MD
LG