د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزي د امریکايي حکومت د څرګندونو هرکلی کړی


پامیر ساحل، مشال راډیو

پراګ - افغان ولسمشر حامد کرزي د امریکايي حکومت د هغو څرګندونو هر کلی کړی دی چې په کې ویل شوي، طالب یاغیان د امریکا دښمنان نه دي.

کرزي د شنبې په ورځ (د ډیسمبر په ۳۱مه) وویل هیله من دی دا کار به په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو لپاره ښه وي.

ولسمشر حامد کرزي دا خبرې په کابل کې د افغانستان د علومو په اکاډمۍ کې د وینا پر مهال کړې دي.

د ډیسمبر د میاشت پر مهال، د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن له نیوز ویک مجلې سره د یوې مرکې پر مهال ویلي ول، که چېرې اسلامپاله وسله وال القاعده اورپکې شبکې ته پناه نه ورکوي نو بیا دوی د امریکايي ګټو لپاره خطر نه ولاړوي.

اسوشي اېټډ پریس اژانس لیکي، د اوباما حکومت هیله من دی چې په راتلونکي پسرلي کې له طالبانو سره د امریکا خبرې زور ونیسي.

امریکايي او افغان چارواکو اسوشي اېټډ پریس اژانس ته ویلي، د ډیسمبر په میاشت کې دا خبرې هغه مهال ډېر خطرناک حالت ته ورسېدې او پای ته په رسېدو وې ځکه چې افغان ولسمشر حامد کرزي په دې اعتراض کړی وو.

کرزي د خپلې وینا پر مهال ویلي، د امریکايي حکومت دې اعلان ډېر خوشاله کړی دی چې طالبان د دوی دښمنان نه دي.

دوو چارواکو اژانس ته ویلي، امریکايي چارواکي پلان لري چې په راتلونکي کال کې په اروپا او خلیج کې له طالب استازو سره پټې غونډې وکړي.

د جمعې په ورځ رویټرز خبري اژانس په یوه رپورټ کې لیکلي ول، امریکا غواړي په ګوانتانامو کې قید د طالبانو د پخواني رژيم لوړ پوړی مشر محمد فاضل افغان دولت ته وسپاري.

دې خبر، په امریکا کې ډېر چارواکي اندېښمن کړي ول ځکه چې فاضل د بشري حقونو د سرغړونو په تور په شدت تورن دی.

په دې وروستیو ورځو کې افغان حکومت هم په دې رضایت وښود چې که ځېنې شرایط یې ومنل شي نو بیا دې په قطر کې یا بل هیواد کې د طالبانو دفتر جوړ کړل شي.

تر دې مخکې افغان حکومت په هغو خبرونو زښت غبرګون ښودلی وو چې امریکا او قطر په خپل سره په دوحې کې طالبانو لپاره دفتر جوړوي.
XS
SM
MD
LG