د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې لوړ پوړو چارواکو په ښار کې جارو وهلې


د سرحدي چارو وزیر اسد الله خالد، د ملي امنیت مشر او د امنیه قوماندان سړکونه پاکوي.
د سرحدي چارو وزیر اسد الله خالد، د ملي امنیت مشر او د امنیه قوماندان سړکونه پاکوي.
سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار
- د افغانستان په کندهار کې لسګونو لوړ پوړو دولتي چارواکيو او د کندهار امنيتي مسوولينو د ښار د پاکولو په موخه جارو ګانو ته لاس کړى دى او غواړي د اشرونو له لارې د ښار سړکونه پاک کړي.

د هېواد په جنوب کې د ولسمشر نظامي استازي او د سرحدونو د وزير اسدالله خالد په ګډون د پارلېمان او ولايتي شورا وکيلانو، د کندهار امينه قومندان ، ښاروال ، د امنيت او پوهنې رياسونو ، زده کوونکيو او يو شمېر خبريالانو تېره ورځ په کندهار کې د ښار د پاکولو په موخه په ګډه د ښاروالۍ له لوري په جوړ شوي حشر کې برخه واخيسته او د ښآر سړکونه يې جارو کړل.

اشر په کندهار کې له نوي سړک څخه پيل شو چې برخه اخيستونکيو يې د سيمې سړکونه جارو کړل او لښتي يې له کثافاتو څخه پاک کړل.

په جنوب کې د دولت نظامي مسول او د سرحدونو وزير اسدالله خالد چې په خپله يې هم يو اوږد جارو په لاس کې وو مشال راډيو ته وويل چې په کندهار ښار کې له تېرې څه مودې راهسې امنيت ښه شوى ځکه خو يې نو اوس د ښار په پاکولو لاس پورې کړى دى .

(( په دې وروستيو کې د کندهار امنيت ډېر سم شوى دى ، اوس دا وخت راغلى دى چې موږ د ښار په پاکولو لاس پورې کړې، کندهار ښار په ټولو ښاريانو حق لري چې ويې ساتي او پاک يې کړي . زه هيله لرم چې دغسي اشرونه دوام پسې وکړي ))

د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق هم وايي چې دا مهال په کندهار کې د تېر په پرتله امنيت ښه شوى دى .

په کندهار کې خبریالان سړکونه پاکوي
په کندهار کې خبریالان سړکونه پاکوي
دى وايي چې امنيت ښه شي نو موږ به په لاسونو کې د ټوپک پر ځاى جارو نيولى وي .

(( انشا الله چې حالات سم شي نو تل به موږ د ټوپکو پر ځاى جارو په لاس کې نيولى وي او د ښآر پاکوالى به کوو ، مونږ د ښآر او ښاريانو ساتنه کړې او اوس يې دا دى سړکونه جارو کوو ))

د کندهار ښاروال محمد عمر عمر بيا وايي چې په کندهار کې به د ورته حشرونو لړۍ نور هم تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې تر څو د ښار ټول سړکونو او لښتي له کثافاتو څخه پاک شوي نه وي .

(( زه له ښاغلي وزير ، قومندان او وکيل صاحبانو څخه مننه کووم چې د ښار په پاکولو کې يې راسره برخه واخيسته هيله لرم چې دوى به تل له موږ سره مرسته کوي چې ښآر پاک وساتو ))

دوه مياشتې وړاندې د کندهار ګڼ شمېر ليکوالانو او خبريالانو هم په ګډه د يو اشر پر مهال د ښار سړکونه جارو کړي وو .
XS
SM
MD
LG