د لاسرسي ځای

تازه خبر

د محمد فاضل د افغان حکومت ته سپارنه او تشویش


پامیر ساحل، مشال راډیو

پراګ - رویټرز خبري اژانس لیکي، د امریکا د ولسمشر باراک اوباما حکومت په دې غور کوي چې یو لوړ پوړی پخوانی طالب چارواکی محمد فاضل افغان چارواکو ته وسپاري. نوموړی د بشري حقونو د لویو سرغړونو لپاره مشکوک دی او د اژانس په خبره، امریکا دا کار ځکه کوي چې په افغانستان کې د سولې د تړون امکانات زیات کړي.

رویټرز خبري اژانس په خپل رپورټ کې لیکي، محمد فاضل له ۲۰۰۲ز کال راهیسې په ګوانتانامو زندان کې بند دی او د ده ممکنه خوشې کولو خبرې د امریکا د حکومت او استخباراتي چارواکو په منځ کې تشویش زیات کړی دی.

فاضل د طالبانو لوړ پوړی قوماندان وو او پر ده تور دی چې د ۱۹۹۸ او ۲۰۰۱ز کالونو تر منځ یې د افغانستان په زرګونه شیعه مسلمانان وژلي ول.

د امریکايي پوځي کاغذونو تر مخې چې ویکي لیکس اوبپاڼې څرګند کړي ول، ښيي چې فاضل په زندان کې د بلوې د هغې پېښې پر مهال هم موجود وو چې د ۲۰۰۱ز کال په نومبر کې شوې وه او په کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې یو کار کوونکی جاني مایکل سپین وژل شوی وو.

سپین د افغان جګړې لومړی امریکايي وو چې ووژل شو.

تر اوسه داسې څه شواهد نه دي موجود چې ترې پته ولګي، محمد فاضل د سپین په وژنه کې رول لوبولی وي.

رویټرز خبري اژانس یوه میاشت مخکې دا رپورټ ورکړی وو چې امریکا غواړي د سولې د بهیر پر مهال د باور د زیاتولو لپاره پینځه قیدیان افغان حکومت ته وسپاري.

په دې پینځو کسانو کې اوس رویټرز اژانس له امریکايي حکومتي سرچینو یواځې د محمد فاضل پېژندګلوي مالومه کړې ده.

یوه امریکايي استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودو په آړ رویټرز اژانس ته ویلي، په کانګرس کې د دې کسانو افغان دولت ته د سپارلو په اړه سخت اختلاف دی. دې چارواکي ویلي، دی چې یوه میاشت مخکې له دې خبرې خبر شو نو ډېر زښت حیرانه او پریشانه شو او تر هغې وروسته حکومت ته ډېر لیکونه استول شوي دي.

چارواکي په دې ټینګار کوي چې دا پینځه کسان به نه خوشې کول کېږي بلکې دوی به افغان چارواکو ته سپارل کېږي او دوی به تر یو قسم قید لاندې وي.
XS
SM
MD
LG