د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا ایران ته د تېلو د لار بندولو پر سر دړکه کړې


اسوشي اېټډ پریس لیکي، امریکا ایران ته د خلیج فارس نه تیریدونکې د ابنایې هرمز د هغې لارې د بندولو د بیان په اړه خبرداری ورکړی چې د نړۍ د تیلو په شپږو کې یوه برخه ورباندې تیریږي. ایران دړکه ورکړي، چې دغه لاره بندولی شي، که چرې واشنګټن د دوی خام مال په صادرولو بندیز ولګولو.

د امریکا او ایران تر مینځ ددې نوي کړکیچ رامنځ ته کیدو سره که یو خوا دواړه هیوادونه پوځ استمالولای شي. نو بلخوا په نړۍ کې د تیلو قیمتونه هم زیاتیدای شي، چې دغه به نړیوال اقتصاد چې د وړاندي نه د بحرانونو ښکار دی ، لا نور هم خرابولی شي.

د ایران د سمندري پوځونو مشر وایی، دا به د دوی لپاره ډیره اسانه وي ، چې د هرمز سټراټیجیکي لاره بنده کړي، د خلیج فارس په دغه لاره څه نا څه پنځلس میلینه بیرله تیل د ورځي نورو ملکونو ته وړل کیږي. دا په تیرو دوو ورځو کې د ایران لخوا دویمه دړکه ده، چې غربي نړۍ ته یې ورکوي.

ایډمرل حبیب الله سیاري سرکاري ټیلي ویژن ته وویل، ایران دا اختیار لري، چې دغه لاره بنده کړي، او دغلته د دوي د سمندري ځواکونو د تیرو لسو ورځو راهیسي پوځي مشکونه هم روان دی. ایران وایي که چرې غربي نړی د دوی د تیلو په صادرولو بندیز ولګوو، نو دوی به هم سخت ځواب ورکوي.

د ایران لخوا د داسې بیانونو راتللو وروستو د پینټاګان پریس سیکرټري جارج لیټل وایي، دا په دغه سیمه کې یواځي د امنیت او استحکام مسله نه ده، بلکې د خلیج هیوادونو د اقتصادي ژوند خبره ده، چې پکې ایران هم شامل دي. جارج لټل دا هم وایي د هرموز په لاره کې مداخلت راوستل به دوی کله هم برداشت نه کړي.

د امریکا د توانایې د مالوماتو اداره وايې د هرمز په لاره روزانه پنځلس ملینه بیرله تیل تیریږي. د خلیج د تیلو پیداکونکو هیوادونو مشران چې د رواني میاشتې په څلرویشتمه په قاهره کې سره جرګه شوي وو، په دې اړه څه نه دې رامخې ته شوي ، که چرې ایران ابنایې هرمز بنده کړي نو ایا دوی په کومو نورو لارو غور کوي او که نه.

اسوشي اېټډ پریس لیکي سپینې ماڼۍ لا په دې اړه څه نه دي ویلي او ددې یوه وجه دا هم ده، چې دوی اوس دې مسلې ته دومره پام ځکه نه ورکوي ، چې دې سره به ایران نور هم وهڅول شي.
XS
SM
MD
LG