د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځي مشرتابه لرې کول بې ځایه ګنګوسې دي.ګیلاني


 د پاکستان لومړی وزیر سید یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان لومړی وزیر سید یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني د ځايې رسنېو هغه رپورټونه رد کړي دي چې ګنې هغه داسې منصوبه جوړه وي چې د دغه هېواد د پوځ او استخباراتي ادارې آی اېس آی مشران له خپلو دندو لرې کړي.

د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني ويلي دي چي دا ګنګوسې بې ځايه دي.

( تر څو چې د دې آوازو خبره ده چې د استخباراتي ادارې مشر جنر ل شجاع پاشا او د پوځ مشر جنرل اشفاق پرويز کياني به له خپلو دندو څخه لرې کړل شي نو دا آوازې بې ځايه دي ، ما پخپله د شجاع پاشا او اشفاق کياني د دندو د مودو غځولو لپاره خواست کړی و نو زه اوس څنګه دوی لرې کول غواړم او زه په دې پريکړه خوشحاله هم يم (

د پاکستان وزيرعظم ويلي اشفاق پرويز کياني جمهوريت پلوه کس دی او هغه نه غواړي چې په داسې وخت کي نوموړی له خپلي دندې څخه لرې کړي چې هيواد د جنګ په حال کې دی.

په دې وروستيو کې د پوځ د مشر جنرل اشفاق پرويز کياني او د آی اېس آی د مشر جنرل احمد شجاع پاشا په اړه رپورټونه په داسي مهال راغلي چې د د غه هېواد د پوځ او ولسي حکومت ترمنځه ممکنه تاو تريخوالي ليدل کيږي..

د پاکستان حکومت تېر کال د پوځ د مشر اشفاق پروېز کياني د کار موده تر دوه زره ديارلسم کال پورې او د استخباراتي ادارې د مشر احمد شجاع پاشا د کار موده تر دوه زره دولسم کال پوري غځولې وه.
XS
SM
MD
LG