د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوو وسله والو ځانونه الوزلي دوه پولیسو وژلي


د جنوبي وزیرستان په لده کې وسلوال طالبان
د جنوبي وزیرستان په لده کې وسلوال طالبان
د خیبر پښتونخوا له ډېره اسماعیل خانه اته شپېته کلومیټره لرې د پرووا په تحصیل کې له پولیسو سره په یوه نښته کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او دوو نورو بیا خپل ځانونه په بمونو الوزولي دي.

د پولیس چارواکي وايي چې پېښه له هغه وروسته مخې ته راغلې ده چې کله د خالي یا شنبې په ورځ د پرووا میرن سیمې څخه ځینو ناڅرګندو کسانو د لایف انشورنس کارپوېشن دوه چارواکي محمد یوسف،عبدالطیف او د میرن شوګر میل یو کلرک بشیر احمد سره د خپلو ګاډو وتیښتول.

دوی وايي چې پولیس د هغوی د راخوشي کېدو په موخه د سیمې تلونکې راتلونکې لارې وتړلې او د اتوار په ورځ شاوخوا یولس بجې یې د کډي جمال شاه په سیمه کې تېښتوونکي راګېر کړل.او د ډزو په نتیجه کې یې تېښتول شوي کسان راخوشي کړل شو خو دوه تېښتونکي په ډزو کې ووژل شول او دوو نورو بیا خپل ځانونه په لاسي بمونو والوزول.

د ډېره اسماعیل خان د پولیسو یو مشر امتیاز شاه مشال ریډیو ته وویل. د اتوار د ورځې شاخوا یولس بجې وې چې دا پېښه رامنځ ته شوه.په نښته کې دوه د پولیس لخوا لګېدلي دي او دوو نورو بیا خپل ځانونه الوزولي دي.

د پولیس د خفییه اېجنسۍ یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال ریډیو ته ويلي چې وژل شوي وسله وال د جنوبي وزیرستان او کلاچۍ سیمې طالبان دي.د هغه په خبره چې وژل شوي دوه کسان د شمس الدین ګنډه پور او خالیدین ګنډه پور په نامه پېژندل شوي دي.او مړي یې د پرووا سیول هسپتال ته وړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG