د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې به درغلي او کرپشن ختموم.عمران خان


د تحریکې انصاف مشر عمران خان
د تحریکې انصاف مشر عمران خان


د سیند په مرکز کراچۍ کې د تحریک انصاف تر سوري لاندې یوه لویه غونډه روانه چې پکې د پاکستان د بیلا بیلو برخو په ګډون د دغه ښار ګڼو خلکو ګډون کړی.

له جلسه ګاه څخه راپورونه وايي چې په براخوالو کې لوی شمېر د کراچۍ ښار د پښتنو،پنجابیانو او هزاره والو دی.

په تحریکې انصاف کې اوسنیو شامل شویو سیاستوالانو جاوید هاشمي چې له مسلم لیګ نوازشریف ډلې او شاه محمود قرېشې چې له پیپلز ګوند څخه ورغلي هم جلسې ته وینا وکړه.

دا په لاهور او پېښور کې د کیدونکو جلسو وروسته د تحریکې انصاف یوه بله کامیابه غونډه ګڼل کېږي.

په پاکستان کې له ترهګرۍ او بدامنیو څخه ګڼو سیاسي ګوندونو تر ډېره خپله غونډې او جلسې محدودې کړې وې خو د تحریک انصاف لخوا د لویو غونډو وروسته یو څل بیا په ملک کې د جلسو او غونډو سړه ورڅ پای ته ورسېده.

جاوید هاشمي په خپلو څرګندونو کې وویل چې عمران خان ما ته په خپل ګوند کې د شمولیت بلنه راکړه خو ما ورته وویل چې تاس یو باغي ته بلنه ورکوي چې د پوڅي دکتاتور جنرال مشرف پر ضد یې بغاوت اعلان کړی وو.او دا بغاوت به تر هغو روان وي چې په ملک کې هرچا ته انصاف ورسېږي.

په جلسه کې د ډېری ویناکونکو خبرې ډېرې لنډې وې چې خپل وار د ګوند مشر عمران خان ته ورکړي .

جلسې ته عمران وویل چې په ملک کې د انصاف نشتوالی دی اوزیاتوي چې کله تحریک انصاف په واک کې راشي نو د کليو په کچه به خلکو ته انصاف ورکوي .

نوموړي وويل، چې مزدورانو ته به خپل حق ورکوي.او کروندګرو ته به داسې اسانتیاوې برابروي چې هغوی د هندوستان د کرونګرو غوندې فصل واخلي.کروندګرو ته به وړیا او یا هم ارزانه بجلۍ او تخمونه ورکوي.

په ملک به ګراني ختموي.په پاکستان کې به صنعتي وده پرمخ بیايي.په بهرنیو کې مېشت پاکستانیان به دې ته راګرځوي چې خپلې پیسې پاکستان ته راوړي او دلته کارخانې ولګوي.عمران خان وویل چې په ملک کې به امن سموي چې بهرنیان په پاکستان کې پانګه واچوي.

دی وايي، یو داسې حکومت به جوړوي چې درغلي او کرپشن به پکې نه وي.

عمران خان وويل چې د ملایشییا او ترکي غوندې هیوادونه نمونه به په پاکستان کې پلي کوي چې د هغوی غوندې پرمختللی هیواد ترې جوړ کړي.
XS
SM
MD
LG