د لاسرسي ځای

تازه خبر

مړ به شم خو د پښتنو خاوره نشم خرڅولای .اسفندیار


په چارسده کې د عوامي نېشنل ګوند جرګه.
په چارسده کې د عوامي نېشنل ګوند جرګه.
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وایي چې چې په خيبر پښتونخوا کې د امن لپاره ضروري ده چې حکومتداري ومنل شي.

نوموړي دا خبرې به چارسده کې یوې رابلل شوې جرګې ته په خپله وینا کې کولې.

اسفندیارولي خان په خپله صوبه کې د ترهګرۍ د پېښو په اړه وویل چې دوی وړاندې هم له تندلارو وسلوالو سره د روغې جوړې خبرې کړې دي او اوس هم تیار دي چې خبرې ورسره وکړي.

هغه زیاته کړه چې خلک د خبرواترو کیسې کوي ایا پرون موږ له ملا فضل الله سره د روغې خبرې نه وې کړې،له صوفي محمد سره مو خبرې کړې وې که نه؟زه نن هم خبرو اترو کولو ته تیار یم ،که د چا دا خیال وي چې دی به زموږ په جومات سپما نه کوي زموږ په حجره او سکول به سپما نه کوي زموږ خویندې او وروڼه به را وژني او موږ به بیا هم خبرې کوو نو خلک دې دا خبرې له ذهنونو وباسي.هغه خبرو ته موږ نه یو تیار چې پر سر به یې تمانچه را ته نیولې وي او موږ به خبرې ورسره کوو.داسې خبرو ته موږ نه یو تیار.مړ دې ښه یم ،خو زه د پښتنو خاوره نشم خرڅولای.


د چارسدې په جرګه کې مېرمنو هم په ګڼ شمېر کې برخه اخیستې وه
د چارسدې په جرګه کې مېرمنو هم په ګڼ شمېر کې برخه اخیستې وه
اسفندیار ولي خان وویل چې د صوبايي خودمختیارۍ په ګډون یې ډېرې غوښتنې پوره شوې دي.خو اوس به د پښتنو په خاوره کې د تل پاتې امن راوستو لپاره هلې ځلې کوي.او ددې امن لپاره د حکومت یو څو شرطونه دې چې هغه به لومړی منل کېږي.بیا به خبرې اترې کېږي.

هغه زیاته کړه، زه ورته دا نه وایم چې ټوپک کېږده خو دومره به راسره کوي چې لومړۍ به دوی د تشدد غندنه کوي.دویم به د حکومت قانون تسلیموي،دریم به دا تسل راکوي چې د وسلوالو تر ولکې لاندې خاوره به نه په پاکستان کې دننه او نه هم بهر د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي.او دا کوم عرب،ازبک او تاجک چې تاسو راوستي دي دا به بیرته خپلو خپلو ملکونو ته لېږې نور نو زما ورور یې زه درغاړې وځم.او خبرو ته درسره کېنم.


دغه جرګې ته د عوامي نېشنل پارټۍ د پښتونخوا صوبې مشر افراسیاب خټک په خپله وینا کې وویل،چې یو نیم ساله کاله وړاندې سیکانو له دوی نه خپل نوم افغانییه یا پښتونستان اخیستی وو.او دوی نه یوازې هغه نوم بیرته راوړ بلکه د عوامي نېشنل پارټۍ حکومت په داسې وخت کې راغلی چې د پښتونخوا وطن په لروبر کې ترهګري روانه وه.ترهګرو خپل روزنیز مرکزونه جوړ کړي او خپلې ایف ایم ریډیو ګانې یې هم جوړې کړې وې.خواوس په خیبر پښتونخوا کې حالات بدل دي او په قبایلي سیمو کې به هم ورو ورو حالات سم شي.

دی زیاتوي، چې کله زموږ حکومت راغلی ۳۶ ریډیو سټېشنونه د دهشت ګردو په دې صوبه کې غږېدو،دلته یې د ترهګرۍ کېمپونه وو،یوازې د سوات په پیوچار کېمپ کې له لسو زرو نه زیات ترهګر روزل شوي وو.پېښور ښار ته به دهشتګرد راغلو ډز به يې وکړ او خلک به یې ووېرول.نن تاسو وګوری د خدای په فضل سره په صوبه کې هیڅ کېمپ نشته.او که په قبایلو کې لږ ډېر خال خال مرکزونه پاته دي.د لوی خدای په فضل سره هغه هم ډېر ژر ختمېدونکي دي.دا ځکه چې تاسو قرباني ورکړه،زموږ خلکو قرباني ورکړه.زموږ پولیس قرباني ورکړه.او ټولو په شریکه قرباني ورکړه.او ټولو په شریکه دهشتګردي ته ماتې ورکړه.


XS
SM
MD
LG