د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بغداد کې بمي چادونو ۵۷ کسان ووژل


په بغداد کې بمي چادونو ۵۷ کسان ووژل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:35 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د عراق پوليس او روغتيايي چارواکي وايي چې نن په بغداد کې په يو لړ چاودنو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او په لسګونه نور زخميان شوي دي. چارواکي وايي د عراق پلازمېنه بغداد څه نا څه لس چاودونو ولړزولی چې لومړی پیلی یا منظم برید ښکاري. دا پېښې له هغې وروسته شوې چې په هیواد کې د شيعه او سني ډلو ترمنځ سياسي کړکيچ رامنځ ته شو. د روغتیا وزارت ویاند زید طارق وايي چې په بمي بریدونو کې ۵۷ کسان وژل شوي او تر ۱۷۰ زیات ټپیان دي. دا لا نه ده معلومه چې د چاودنو تر شا به د چا لاس وي خو ډېری بمي چاودنې په شیعیه اکثریتي سیمو کې شوې دي. دا کشاله هغه وخت رامنځته شوه کله چې د ترهګرۍ په تور کې د عراق د سني مرستيال ولسمشر طارق الهاشمي د نيولو امر جاري کړل شو.نوموړی له تورونو انکاري دی او سني ملاتړي العراقییه ګوند په احتجاج کې له پارلمانه بایکاټ کړی دی. د عراق لومړي وزیر نوري المالیکي چې خپله هم شیعیه دی له کردي چارواکو غوښتنه کړی چې الهاشیمي ورته وسپاري چې هغه یې په خپله کورواکه سیمه کې ساتلی دی.

XS
SM
MD
LG