د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان اوس بیرته له راګرځېدو وتلی دی


بلوڅ ملتپالی مشر عطا الله مینګل او د د مسلم نواز ډلې مشر نوازشرف په کراچۍ کې خبري غونډې ته خبرې کوي
بلوڅ ملتپالی مشر عطا الله مینګل او د د مسلم نواز ډلې مشر نوازشرف په کراچۍ کې خبري غونډې ته خبرې کوي

خدای نور ناصر - کوټه

دبلوچستان له سپين ږیري سیاستوال سردار عطاء الله مینګل سره د مسلم لیګ ن ډلي مشر نواز شریف د ګل/دوشنبې په ماځيګر په کراچۍ کي ملاقات وکړ. د دواړو سیاستوالو تر منځ په دې ملاقات کي چي شاوخوا يونیمه ګنټه یې دوام درلود، دبلوچستان په حالاتو خبري وشوې. د بلوچستان د پخواني وزیراعلی سردار اخترجان مینګل پلار
سردار عطاء الله مینګل تر ملاقات وروسته رسنیو ته په بلوچستان کي د بلوڅو په وژنو د پاکستان پوځ تورن یاد کړ. سردار عطاء الله مینګل وویل.

؛په لوي سوچ او فکر باندې تر عمل وروسته بلوڅان وژل کېږي، او دا
وژونکي څوک دي. دوی وايي موږ ددې هیواد ساتونکي يو. د هیواد ساتنه همداسي کېږي. دبلوچستان اوسېدونکي هم د کراچۍ د خلکو په څير انسانان دي. دلته به تاسو کله هم نه وي لیدلي چي پوځ دي غصه شي. خلک دي پورته کړي او بیا دي يې خراب شوی مړی وموندل شي؛


بلوڅ سیاستوال سردار عطاء الله مینګل د ن ډلي په مشر نواز شریف ږغ وکړ چي که د پوځ مخه نیولای شي، او دبلوڅو له وژني يې ګرځولای شي ، نو کېدای شي چي دده په خبره ، خبرو ته يې څوک غوږ ونیسي.سردار عطاء الله په خپلو خبرو کي زیاته کړه.

؛او که چیري نوازشریف داسي ونه کړای شو. نو نن زه په جار تاسو ته وایم چي بلوچستان به له تاسو سره نه واوسي. دبلوچستان خلک به نه زما خبره واوري او نه هم د بل چا. دبلوچستان ځوانانو دا فیصله کړېده چي دوی به دداسې يوه هیواد برخه هیڅ کله هم جوړه نشي. چې پکې دوي ته هره ورځ په تحفه کي خراب شوي مړي ملاوېږي؛


د پاکستان مسلم لیګ ن ډلي مشر نواز شریف بیا رسنیو ته په خپلو خبرو کي وویل د سردار عطاء الله مینګل ټولې خبرې پر ځای دي. چې دبلوچستان له اوسېدونکيو سره ظلم روان دی.

؛زه سردار صیب ته ددې ویلو لپاره راغلی یم چې که خدای کول د بلوچستان لپاره موږ يو څه کوو، زه به يې کوم ، زما ګوند به يې کوي او په ټول پاکستان کي به زما ګوند د بلوڅو د حقوقو خبره کوي؛


د ویلو وړ ده چي سردار عطاء الله مینګل له يوې لويې مودې وروسته رسنیو ته را څرګند شوی ، او له اوږدې مودې وروسته يې بیاهم د بلوچستان په حالاتو څرګندوني کړې.
XS
SM
MD
LG