د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر اصف علي زرداري پاکستان ته ستون شو


ولسمشر اصف علي زرداري
ولسمشر اصف علي زرداري

ولسمشر اصف علي زرداري د اتوار په شپه کراچۍ ته رسیدلی دی .نوموړی د خپل طبي درملنې لپاره دوبۍ ته تللی وو.د هغه د تګ وروسته په پاکستان کې داسې ګنګوسې وې چې دی ښايي بیرته هیواد ته ونه ګرځي.خو د د سند صوبې د کورنیو چارو وزیر منظور وسان له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د هغو کسانو ګمانونه او اندازې ناسمې ثابت شوي چې د ولسمشر زرداري په اړه به یې خورولې.

((هغه خلک چې دا وړاندوینې به یې کولې او ویل به یې چې صدر زرداري تللی دی او بیرته نه راځي ،نن دا ثابته شوه چې هغوی سمې خبرې نه کوي تاسو ولیده چې ولسمشر بېرته ملک ته راغلی ((.

ولسمشر اصف علي زرداري د دسمبر په ۶ نېټه دوبۍ ته په داسې وخت کې د علاج لپاره تللی وو چې په ستره محکمه یا سپریم کورټ کې د لانجمن لیک په باب اوریدنه روانه وه.


د لانجمن لیک کیسه.

په پاکستان کې په دویم مې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن تر وژنې وروسته د امریکا د ګډو ځواکونو پخواني مشر ایډمرل مایک ملن ته یو لیک استول شوی وو.

په دې لیک کې لیکل شوي ول، چې د اسامه تر وژنې وروسته ښايي د پاکستان پوځ، ډیموکراټیک حکومت له واکه لرې کړي او کودتا وکړي.

د دې لیک تور یوه پاکستاني خبریال منصوراعجاز په واشنګټن کې د پاکستان پر پخواني سفیر حسین حقاني پورې کړی وو چې بیا حقاني اسلام اباد ته له تلو سره سم له خپلې دندې یې استعفا ورکړه.
خو د پاکستان سترې محکمې، پر هغه بندیز ولګولو چې ، له هیواده بهر نه شي تلای.

په ستره محکمه کې نن د د ګل په ورځ هم د لانجمن لیک په باب اورېدنه کېږي .په د ې لړ کې د سپریم کورټ په غوښتنه د پاکستاني پوځ مشر اشفاق پرویز کیانی ، د استخباراتي ادارې ای ایس ای مشر احمد شجاع پاشا ،په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني او د لانجمن لیک مرکزي تن منصور اعجاز خپل خپل جوابونه داخل کړي ـ سپریم کورټ په دې لړ کې له ولسمشر زرداري څخه هم جواب غوښتې دی خو نوموړي لا تراوسه په دې اړه هیڅ جواب نه دی ورکړی.
XS
SM
MD
LG