د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د کرکټ لوبغالی

د کابل د کرکټ نړیوال لوبغالی د خالي د ورځې په ماسپښین د کابینې د وزیرانو او د کرکټ بورډ د چارواکو له خوا پرانیستل شو . په دې لوبغالي یو میلیون او یو لک امریکایي ډالره لګښت راغلی چې د یو اس اې آی ډي له خوا ورکړل شوي دي. د دې کرکټ سټډیوم د پرانیستو په ویاړ د افغانستان د ملي ټیم او نولس کلنو ټیم یوه دوستانه شل اووره لوبه هم وکړه . دا په افغانستان کې د غازي امان الله خان له لوبغالي وروسته د کرکټ دویم نړیوال لوبغالی دی چې پرانیستل کیږی .

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG