د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانۍ سره له امریکا سره ترینګلتیا راپاروي


یو سوداګر سره په لاس کې نیولې ده چې د پاکستان په ملتان کې په پاک عرب کارخانه کې تیارېږي.
یو سوداګر سره په لاس کې نیولې ده چې د پاکستان په ملتان کې په پاک عرب کارخانه کې تیارېږي.


رویټرز خبري اژانس لیکي چې کله هم امریکايي عسکر په بمي چاؤدنو کې وژل کېږي ددې امکانات دي چې په دې کې استعمالیدونکي مواد به په پاکستان کې له یو کارخانې افغانستان ته راوړل شوي وي،چې ویل کېږي دا د پاکستان او امریکا ترمنځ په وارد مخه خرابو تعلقاتو کې د نوي کړکیچ سبب ګرځېدلی دی.

امریکايي کانګریس د پاکستان لپاره ۷۰۰ ملینه ډالره امداد تر هغې ځنډولې چې پاکستان د پاک عرب کیمیايي کارخانې نه د کېلشیم ایمونیم ناټریټ سرې دخرڅولو په اړه سخته قانون سازي ونکړي.


په ملتان کې هغه کارخانه چې سره په کې تیارېږي
په ملتان کې هغه کارخانه چې سره په کې تیارېږي
درویټرز په دې رپورټ کې راغلي امریکايي چارواکي په ملتان کې پاک عرب کارخانې ته هم د تیرو دوو کالو راهیسې ورځي چې دکارخانې انتظامیې نه په دی اړه مرسته ترلاسه کړي او دغه سره د وسله والو لاسو ته ونه رسي چې هغوي یې بیا په افغانستان کې دامریکايي پوځ خلاف په ماینونو کې کاروي.

ددی کار خانې انتظامیه وايي همکاري کړېده .

هغه بوجۍ چې امونییم نایټرېټ پکې وي ،چې په کورنو کې ترې بمونه جوړېږي او په افغانستان کې د امریکایی عسکرو خلاف موثره وسله ګڼل کېږي،اوس یې رنګ وربدل کړی دی.

د کارخانې چلونکې وايي هڅه کوي چې سره به جلا رنګ ورنګوي چې چې دا راز امنیتي ادارې یې د سمګلنګ مخ نیوې په اسانۍ سره وکولای شي.

ددې ترڅنګ رویټرز خبري اژانس ته د پاک عرب کارخانې مشر فواد مختار وايي دوي امریکايي چارواکو ته ویلي چې په دی لړ کې یوازې ددوي کارخانې او یا پاکستان ته ګوته نیول مناسب نه دي ځکه چې دا سره په لويي مقدار کې په ایران، ازبکستان او د منځنۍ ایشیاء په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم تیاریږي.

بلخوا ددرغلۍ او د بډو رشوتو نو نه علاوه د پاکستان او افغانستان ترمنځه پوله د څارنې ټینګ انتظام هم نه لري چې له وجې یې خلک په ګاډو، موټر سایکلو، سایکلو او خر ګاډو باندی ښه په آسانۍ کیمیايي سرې افغانستان ته اړوي. دغه ډول یو تن سرور بلوچ چې افغانستان ته په غیر قانوني توګه سره وړي وايي د دوي په دی هیڅ کار نه وي چې دغه سرې خلک په څه مقصد استعمالوي خو دوی نه چې څومره غوښتنه کیږی دوی هغومره مال په پوله اړوي. دا راز د کیمیايي سرې یو لوی سوداګر افروز عباس رویټرز سره د خبرو پرمهال وايي دوي لپاره دا مالومول ډیر ګران وي چې ددوی ګاهک زمیندار دی او که هغه وسله وال چې هم دغه سره بیا افغانستان کې د امریکايي پوځ خلاف د بم په توګه استعمالوي. نوموړې زیاتوي په اخبار کې یې کتلي چې امریکا د پاکستان لپاره ۷۰۰ ملینه ډالره امداد ودرولی دی. دی وايي که دا خبره دومره نقصاني ده نو پاکستان له پکار دي چې دغه کارخانې بندی کړي یا هغوی ته ووايي چې ددی سرې پرځای دی نور قسم کیمیايي سره تیاروي.

رویټرز خبري اژانس په دی لړ کې په ملتان کې دپولیسو د یو اعلي چارواکی سره هم خبرې کړي چې د نوم نه څرګندولو په شرط یې ویلي دوی ته یو نیم کال وړاندې یو حکم ملاؤ شوی چې د کیمیايي سرې په خرڅ دی نظر ساتي ځکه چې درپوټونو ترمخه مذهبي تند لاري یې په لوی مقدار کې اخلي ، خو دی وايي د دوی لپاره دا ممکنه نه ده چې د سرې د هرې بوجۍ څارنه وکړې شي.
XS
SM
MD
LG