د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په بلوچستان کې شمسي هوايي اډه پرېښوده


د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان پوځ وايي ، چې امريکا له ټاکلې وروستۍ نېټې سره سم د اتوار په ورځ شمسي هوايي اډه خالي کړه چې دوه اونۍ وړاندې اسلام آباد د امریکايي هوايي بریدونو په احتجاج کې دا ګام پورته کړی وو.

ویل کېږي ، د امریکا استخباراتي ادارې سي آی اې په بلوچستان کې دغه اډه د بې پایلټه ډرون الوتکو دبریدونو لپاره کاروله چې له افغانستان سره پر پوله د پاکستان په قبایلی سیمو کې د طالبانو او القاعدې سنګرونه په نښه کړي.

دتېر نومبر میاشت هوايي برید وروسته چې له افغان پولې سره جوخت پکې ۲۴ پاکستاني سرتېري ووژل ،اسلام آباد د پاکستان له لارې په افغانستان کې مېشت امریکا او ناټو ته سامان وړونکي کاروانونه هم ودرول.

د پاکستان وزيراعظم یوسف رضا ګیلاني پرون وویل، دغه لارې به څو اونۍ نورې هم بندې وي.

ګیلاني د بي بي سي د دی پوښتنې په ځواب کې چې ایا دی تراوسه په دې باور دی چې دغه حمله قصدي وه او له مخکې پلان شوې وه، وویل، په ظاهرا همداسې ده.

ناتو په دغه حمله بخښنه غوښتې وه او امریکا دغه مړینه يوه غميزه بللې وه.
XS
SM
MD
LG