د لاسرسي ځای

تازه خبر

رښتونی افغان مشر،د یو اتل سرباز کیسه


ډګرمن احمدالله
ډګرمن احمدالله
تیره اونۍ د ناټو سازمان اعلان وکړ چې د دوه زره دولسم کال تر پایه به ددوی څلویښت زره ځواکونه له افغانستانه ووځي ، خو پوښتنه داده چې ایا د نړیوالو ځواکونو له خوا ټینګ شوي امنیت به افغان ځواکونه وساتلی شي ؟

ایني جولیس چې د وال سټریټ ژورنال لپاره لیکنې کوي ددې پوښتنې د ځواب تر لاسه کولو لپاره د کندهار ( سنګ سر ) سیمې ته ځان رسوي چیرته چې د احمدالله په نوم یو ځوان د پنځه څلویښتو افغان سرتیرو یو ټولی لري .هغوی له نړیوالو ځواکونو روزنه تر لاسه کړې او اوس د سیمې امنیت ساتي.

لیکواله لیکي چې د افغانستان یو لک او اویا زره پوځ د ښه کیدو په حال کې دی، خو دافغانستان اوسنۍ خرابې امنیتي وضعې ته په کتنې سره ، دا شمیره کافي نه معلومیږي.
ایني جولیس وايي د غرمې د ډوډۍ پرمهال دکندهار د یادې شوې سیمې د یوې پوځي فرقې مشر سین میک لین هغې ته دافغان سرتیرو یو ټولی وښودلو چې د یو نري ډنګر ځوان تر قوماندې لاندې راروان و.

لیکواله وايي په همدې ورځ ورته د سنګ سر یو شمیر خلکو ویلي وو چې دوی د افغان ملي پوځ سره مینه لري. خو یوه کورنۍ دا سې وه چې ویل یې دوی د تالاشۍ پرمهال ډیر ستغ معلومیږي.

خو د ټولي له مشره احمدالله خپل نړیوال روزونکي خوشاله معلومیږي د کیپټن لوک بیزلی په نوم یو تن دهغه په اړه وايي : هغه په رښتوني مانا دامریکايي سټایل یو ټولی مشر دی.
ټولی مشر احمد دکلي والو له شکایتونو خبر دی او اوس په دې لټه کې دی چې معلومه کړي دده د سرتیرو په منځ کې کوم یو له مداره وتلی.

خبریاله ایني جولیس ماسپښین مهال د ټولي مشر احمدالله کوټې ته ځي. هلته په خونه کې پر میز د فایلونو انبار پروت دی ، هغه چای په ګیلاسونو کې اچوي ، د مالبرو سګریټ کش لګوي او بیا هغې ته مخ اړوي او وايي : وایه زه ستا څه خدمت کولی شم ؟

ایني وايي ټولی مشر احمدالله د پنجشیر ولایت اوسیدونکی دی ، خو د احمدشا مسعود سره کومه خپلوي نه لري او داهم نه وايي چې نه ډاریږي او یا هم دا چې د پنجشیر زمری دی.
احمدالله خبریالې ته وايي : زه هم دنورو انسانانو په څیر ډاریږمه ، خو هغه څه چې زما په وس کې دي کوم یې ، زه څه کوم ، زما دنده څه ده ، زه یې باید په سمه توګه ترسره کړم. یو سرتیری باید زړور وي ، ولو که هغه ډاریږي هم .

خو د نوموړي په اړه د هغه نړیوال روزونکي وايي چې ډیر چالاکه دی او د زمکې نه د بارودي موادو په را ویستلو کې تر روزل شویو سپو هم وړاندې دی.

پخپله احمدالله وايي : زه د خپلو سترګو او ذهن استعمال کوم ، چې کوم مشکوک توکی ووینم هغه ځای پلټم.

ټولی مشر احمدالله د وال سټریټ ژورنال خبریالې ایني جولیس ته وايي : دهغه د وظیفې له ټولو سخته برخه دا وه چې خپل ملګري منظم کړي هغه که په رضا وي او که په زور. نوموړی وايي د خپلو ملګرو خپه کول یې نه خوښیږي خو کله نه کله د مجبورۍ له مخې داسې کوي.

ایني وايي د سنګ سر نړیوال قوماندانان وايي ټولی مشر احمدالله د اوسپنې خولۍ او د مرمۍ ضد واسکټ نه اچوي او دوی ډاریږي چې دهغه دا زړورتیا به هغه یو ورځ له منځه یوسي خو پخپله احمدالله بیا وايي : زه کومه بلا نه یمه ، خو د اوسپنې دا خولۍ او دروند واسکټ ما سستوي، زه تاسو ته دا وایم چې زه هم ډاریږمه خو دومره ده چې زه ډیر چټک او هوسا اوسیدل غواړم.

د وال سټریټ ژورنال خبریاله لیکي احمدالله د یو دوکاندار زوی دی، په کابل کې یې لیسه لوستې ، له افغانستانه کله هم نه دی وتلی ، درې نیم کاله وړاندې دافغانستان ملي پوځ ته داخل شو ، شپږ میاشتې دبرتانوي او بیا شپږ میاشتې د افغان ځواکونو له خوا وروزل شو. خو هغه وايي که افغانستان کې وضعه ارامه شوه نو هیله لري چې پوهنتون ته لاړ شي او دحقوقو پوهنځی ولولي.

احمدالله په خپله خونه کې پرتو ټولو څیزونو او وسلو ته اشاره کوي او خبریالې ته وايي داهرڅه امریکايي دي،زه ولس مشر کرزي ته وایم چې داکیسه به ترڅو روانه وي ، ښه به داوي چې هرڅه خپل ولرو.

ټولی مشر احمدالله وايي موږ وسله لرو ، لوجیستیکي ملاتړ راسره دی ، پیسې راکول کیږي نو هیڅ جواز نه پیداکیږي چې افغانستان په خپلو مټو ونه ساتو . دی وايي : باور وکړئ زما غوندې او له ما هم پیاوړي سرتیري موجود دي چې افغانستان کې د امنیت د ټینګولو لپاره هرې قربانۍ ورکولو ته اماده دي.
XS
SM
MD
LG