د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بون کنفرانس او نړیوالې مرستې


د امریکا دبهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن او په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو لپاره د بشري مرستو مشره سیلۍ غفار د بون غونډې په ترڅ کې سره ویني.۶ډسمبر ۲۰۱۱ م کال
د امریکا دبهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن او په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو لپاره د بشري مرستو مشره سیلۍ غفار د بون غونډې په ترڅ کې سره ویني.۶ډسمبر ۲۰۱۱ م کال
ګل آیار - پراګ

نيويارک تایمز ورځپاڼه ليکي د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د بون نړيوال کانفرس کې د هيواد لپاره د نور لسو کالو مرستو غوښتنه وکړه ،دا په داسی حال کې ده چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل له اوسه محسوسيږي.

د ولسي برخې کارکونکي اندښنه لري چې امريکا به افغانستان پرېږدي او د ډېر سخت محنت نه ترلاسه شوي پرمختګونه به په شا وتمبېږي.

ورځپاڼه ليکي امريکا په دريو کې دوه برخي د افغانستان پرمختګ کې ونډه لري خو د ۲۰۱۱ مالي کال کې یې د افغانستان لپاره د څلور اربه ډالرو کې دوه اربه ډالرو کمی راوستی دی. او د ۲۰۱۲ کال بجټ کې د نور کمي امکان هم څرګندېږی.

ورځپاڼې په افغانستان کې د ښځو د حقوقو لپاره کار کونکي ادارې کېر حواله ورکړې چې ددې ادارې په بجټ کې ۸۰ فيصده کمی راغلی دی.له دې کبله د ادارې په ۹۰۰ کې څلور سوه کارکونکي لرې کړی شوي دي. ددي نه علاوه د امريکا خيراتی اداری مرسی کارپز او انټرنيشنل ريسکو کميټي په بجټ کې د کمي امکان دی.

ورځپاڼه دیو امريکا يي چاروکي حواله ورکوي چې په امداد کې د دوه اربه ډالرو کمي سره به روانې پروژی نه متاثره کيږي او هغه ځکه چې تير کال کومې پيسي نه دي ليږلې هغه به کاره ولی شي.

بيا ځيني امدادی اداری وایي د بجټ پيسو کې کمی په لنډه موده کې څه اغيز نشي لرلی او هغه ځکه چې دوی په زغرده سره پيسي نه لګوي.

ورځپاڼي د افغان ادارو ترمينځ همغاړیکونکي هاشم مايار حواله ورکړې او ليکي داسي ويره لری چې د ۹۰ ليسزه کې چط افغانستان پرېښودل شوي وو هم هغه شان اوس به هم دا هيواد پرېښودل شي چې ډېرې بدې نتيجې به رابرسيره کړي. او کوم څه چې ترلاسه کړي بايد له لاسه یې ورنکړو.

ورځپانه د يو ناڅرګنده امريکايي چارواکي حواله ورکړې چې ددوی په وينا په افغانستان کې کوم پروګرامونه ټرل کيږی د هغوی د ټېکې یا کنټريکټ موده پوره شوې او هيله لری چې دا ټېکې به بيا نوې شي. دي وایې چې په افغانستان کې به د امداد په برخه کې په ورو کمی راوستل شي او دوی د کانګرس بهیر ته انتظار باسي.

ورځپاڼه د کېر ادارې يو چارواکي جينفر روويل حواله ورکړې چې د ادارې لوی زيان د تعليمي برخې تړل دي چې په لرې پرتو سيمو کې ۲۱۰۰۰ زره ماشومانو ته زدکړز ورکوي او په سوونو وړوکي سکولونه به بند شي. دوي وايي ۵۰۰۰ زدکونکي چې زيات شمير د جينکو دي نشي کولی چې متبادل ځای ته د زدکړو لپاره لاړې شي. د ادارز ځيني سکولونه د افغانستان تعليم وزارت ته سپارل شوي.


نيويارک ټائمز ورځپاڼي د مقالی په پای کې د نړيوال بانک د رپورټ حواله ورکړی چې په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان لپاره ټول بهرملکي امداد د هيواد دکورني پیداوار یا تولید برابر وو چې پنځلس اشاريه اووه اربه ډالره جوړيږي. رپورټ کې اټکل شوی چې تر ۲۰۱۸ کال پورې به د امداد ۹۰ فيصده برخه له منځه لاړه شي.
XS
SM
MD
LG