د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بون کنفرانس، او د افغانستان راتلونکې


افغان ولسمشر حامد کرزی بون ته رسېدلی دی
افغان ولسمشر حامد کرزی بون ته رسېدلی دی
بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ
- د دسمبر په پنځمه نيټه د جرمني په بون کې د نړۍ مشران د افغانستان په اړه په يو نړيوال کنفرنس کې راټوليږي. دا غونډه د طالبانو د حکومت له ختميدو وروسته د بون د لومړۍ کنفرانس لس کاله وروسته کيږي او پکې به په افغانستان کې د مخالفو وسله والو سره د خبرو او د اقتصادي پرمختګ په اړه خبرې وشي.

کله چې د نړۍ مشران تير ځل په بون کې د افغانستان په اړه سره کښيناستل نو دا په امريکا کې د سپتمبر د يوولسمې نيټې له بريدونو یوازې څو مياشتې تيرې شوي وي.

هغه مهال د طالبانو حکومت ړنګ کړل شوی وو، اسامه بن لادن په تيښته وو او افغانستان د ترهګرۍ د ځالې له جوړيدو څخه وساتل شو. په بون کې به د خوا او شا نويوو هيوادونو مشران د افغانستان په ځينو ډيرو مهمو مسلو خبرې کوي.

يوه دا ده چې نړيواله ټولنه په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د بهرنيوو ځواکونو له وتلو وروسته څرنګه خپل ملاتړ جاري وساتي.

خو څيړونکي وايي چې په دې کنفرانس کې د پاکستان ګډون نه کول ښه خبره نه ده. پاکستان په مومندو کې د ناټو په بمبارۍ کې د ۲۴ پاکستاني پوځيانو د وژنې له وجې بون کنفرانس کې له برخه اخيستو انکار کړی دی. په افغانستان کې د امريکا پخوانی سفير، زلمی خليلزاد وايي چې د روانې کشالې د حل لپاره د ګاونډيانو رول مهم دی.

((په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره د ګاوڼډيانو ملاتړ ډير ضروري دی. په ځانګړي توګه په داسې وخت کې چې په نيزدې راتلونکې کې د سولې د راوستلو خبره کيږي. دا په دې مانا ده چې که پاکستان همکاري ونه کړي او په افغانستان کې د روانو هلو ځلو پر ضد خپل کار جاري وساتي نو دا بهير به ډير وخت واخلي.))

بون کنفرنس کې به د طالبانو سره د روغې جوړې په اړه هم خبرې کيږي خو طالبانو لا واردمخه په کنفرنس کې د برخه اخيستلو خبره رد کړي ده. د ۲۰۰۱ کال په لومړي بون کنفرنس کې د شوو پريکړو په نه عملي کيدو څيړونکي نيوکې کوي. د افغان پارليمنټ غړی، عبدالجبال قهرمان وايي چې په افغانستان کې د یون کنفرنس د فثصلو برخلاف کار هال کار ته ونه سپارل شو او د انجنیر پر ځای قوماندان په چوکۍ کښينول شو.

خو د ولسمشر کرزي يو مشاور محمود حکيمي وايي چې د بون د لومړي کنفرنس ډير پريکړې عملي شوي دي او د راتلونکې بون په يو ورځني کنفرنس کې به ځينې نورې مهمې پريکړې وشي.
XS
SM
MD
LG