د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې پېنځه تنه له وسلو سره نيول شوي دي .


افغان چارواکي وايي له نيولو شويو وسله والو سره يې په زياته اندازه وسلې ، چاودېدونکي توکي او نشه يې مواد هم نيولي دي .لومړی دسمبر ۲۰۰۱
افغان چارواکي وايي له نيولو شويو وسله والو سره يې په زياته اندازه وسلې ، چاودېدونکي توکي او نشه يې مواد هم نيولي دي .لومړی دسمبر ۲۰۰۱


سید شاه سقیم - کندهار

د هلمند ولايت دولتي چارواکي وايي چې ددغه ولايت په په ګرشک ولسوالۍ کې يې د يو لړ پلټنو پر مهال د دولت پېنځه تنه مخالف وسله وال نيولي دي .

چارواکي وايي له نيولو شويو وسله والو سره يې په زياته اندازه وسلې ، چاودېدونکي توکي او نشه يې مواد هم نيولي دي .

د هلمند د والي وياند داوود احمدي مشال راډيو ته وويل چې کورنيو او بهرنيو سرتېرو د ګرشک په ميرزا خان کلي کې د کلي د خان ( ميرزا خان ) کور پلټلى او ورڅخه يې يو سل او در اتيا كيلوگرامه تارياك،شل جوړې د ملي اردوجامې،دوه جوړې د ملي امنيت ،دوه جوړې د پوليسواويوه جوړه د ځانگړوځواكونو جامې،دوه ميله پيكا ماشينگڼې،اته ميله كلاشينكوف،يوميل راكټ،دوه ميله تومانچې ،دوه كړۍ لاسي بمونه ،درې صندوقه د پيكا مرمۍ،پېنځه پايې مخابرې اوځينې نورتوكي ترلاسه کړي دي.

دى وايي تيره ورځ کورنيو او بهرنيو سرتېرو په مارجې ولسوالى كې عمليات ترسره کړي دي جې په پايله کې يې د دولت څلور تنه مخالفين نيول شوي دي ،

ده د نيولو شويو کسانو نومونه ملاعبدالغني،ملاعبدالباقي،ملاعبدالصمد اوملاعبدالواسع نيول وښودل.

دده په خبره ټول نيول شوي کسان دا مهال د بهرنيو سرتېرو په ولکه کې دي.

د دولت مخالفو وسله والو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG