د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات طالب کمندان ونیول شو


تر اوسه یو شمیر طالب کمندانان نیول شوي دي
تر اوسه یو شمیر طالب کمندانان نیول شوي دي

د خیبر پښتونخوا د سوات په مټه کې پوليسو د وسله والو طالبانو یو مهم کمانډر باچازاده نيولی چې د پيرسميع الحق په وژنه کې ککړ وو او پوليسو ته دتره ګرۍ په يوشمير مقدمو کې مطلوب وو.

دمټې چپريال تاڼې ايس ايچ او مومن خان له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه کس په سوات کې د پيرسميع الحق په ګډون دامن کميټۍ د يوشمير غړو په وژنه او ددې تر څنګ ، په سرکاري چارواکو د بريدونو او دحکومت پر ضد دبغاوت اوترهګرۍ په يوشمير مقدمو کې ککړ دی.

مذهبي مشر پیر سمیع الحق په ۲۰۰۸ م کال هغه مهال ووژل شو چې په سوات کې طالبان سخت په زور کې وو او بیا یې د هغه د مړي سپکاوی وکړ او پر یوه ونه یې راځوړند کړ.پیر سمیع الحق د طالبانو مخالف او حکومت پلوی وو.

خیبر:ـ


بلخوا د خیبر پولیټیکل چارواکی وايي ، د خیبر ایجنسۍ په لنډي کوتل بازار کې د موټرانو په یوه کارخانه کې د خاصه دارو ځواکونو په یو ګاډی کې له بمي چاودنې پینځه خاصه دار او یو مستري ژوبل شوي دي.

دغلته یو کس مشال ريډیو ته د سترګو لیدلی حال کې وویل،چې په پېښه کې یو خاصه دار سخت ژوبل دی.

پولیټیکل انتظامیه وایی ژوبل کسان یی پیښور ته د علاج لپاره رسولي دي.

تر دې دمه د پیښې پړه چا په غاړه نده اخستې.خو ددغه ډول پېښو تر شا اکثره د وسله والو طالبانو لاس بلل کېږي.

او له همدې سیمې ،سرکاري او ځايي سرچینې وايي چې د خیبر ایجنسۍ په باړه اکا خیل میري خیل سیمه کې په یو جمات باندې د مارټر ګولې د راپریوتو له امله د جومات یو امام وژل شوی دی.

دوی وايي پیښه هله رامینځ ته شوه چې کله امنیتي ځواکونو د وسلوالو په پټن ځایونو باندې ګوله باري کوله.

یاده دي وي چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د تیرې اوږدې مودې راهیسې د وسلوالو پر ضد پوځي عملیات روان دي او وخت نا وخت پکې دغسې پیښې رامینځ ته کیږی.
XS
SM
MD
LG