د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د نېټو د هوايي برید ضد مظاهرې


د نېتو هوايي برید کې د یوه وزل شوي عسکر مړی د اتوار ورځ ۲۷نومبر په چارسده کې خاورو ته سپارل کېږي
د نېتو هوايي برید کې د یوه وزل شوي عسکر مړی د اتوار ورځ ۲۷نومبر په چارسده کې خاورو ته سپارل کېږي
په پاکستان کې په سلګونو کسانو په قبایلي سیمه مومندو کې په افغانستان کې دېره د نیټو د هغه هوایي برید په وړاندې چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه څلرویشت پاکستاني پوځيان ووژل شول، مظاهرې کړې.

ترټولو لویه مظاهره په کراچی ښارکې د امریکا کونسلګرۍ مخې ته شوی ده . په اسلام اباد کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک میډیا ته وویل، باید داسې پیښې رامنځ ته نشي او زیاتوي...

((نه یوازې زه بلکې ټول قام ددغه حملې غندنه کوي، رحمان ملک وایی دا چې څه هم شوي دوي کله دا سوچ نه وو کړی چې دا به د اتحادي ځواکونو لخوا رامنځ ته شي. ((

اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن او د امريکا د دفاع وزیر لیون پانیټا په یو بیان کې د پاکستاني پوځیانو په وژنه د دغه هیواد سره خپل خفګان شریک کړی.
XS
SM
MD
LG