د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې یو شمېر اورپکي وژل شوي: ناټو


نقیب الله متونوال، مشال راډیو

کابل
- په افغانستان کې ناټوځواكونو له بګرام اډې په تليفوني پيغامونو كې ويلي، چې د جمعې په شپه يې د پكتيكا په زيړوك ولسوالۍ كې هغه مهال د وسله والو يوه ډله له هوا په نښه كړې چې غوښتل چې د دوى پر اډه بريدوكړي، د ناټوځواكونو په خبره چې په هوايي بريدكې يې لس وسله وال وژلي او مړي يې هم هلته پاتې دي.

همدا شان سرچينې په يوه بل پيغام كې ويلي چې پېنځه وسله وال يې د پكتيكا په ارګون ولسوالۍ كې هم هغه مهال وژلي چې د دوى پر كاروان يې وسله وال بريد وكړ، ناټوپه دې بريدكې د خپل يوه سرتيري ټپي كيدل هم منلي دي. د پكتيكا د والي وياند مخلص افغان هم ناټوته ورته خبره كوي اوزياتوي،چې په دې پېښوكې ملكي وګړو او افغان ځواكونوته كوم زيان نه دى رسيدلى.

بل پلو د جمعې ورځې په سهار مهال د خوست ښار جنوب ته د ډاب په سيمه كې چاودنه شوې، د خوست امنيې قوماندان سردارمحمد ځاځى وايي چې پوليسو يې ځاى پرځاى شوى ماين شنډولو، چې په همدې مهال يې چاودنه كړې اوله امله يې درې سرتيري برسيرن ټپيان دي.

ياده دې وې چې د دې مرګ ژوبلې په اړه تراوسه وسله والوطالبانوڅه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG