د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانستان تر کلونو پورې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري"


ژباړه : ګل آیاز پراګ

اې پي خبري اژانس ليکي نړيوال بانک خبرداری ورکړی که چری افغانستان سره نړيوالې مرستي په سمدستی توګه پرې شوې نو د جنګ ځپلي هيواد اقتصادي حالت به دير خراب شي.

نړيوال بانک وايي ، افغانستان د اربونو ډالرو مرستو ته اړتيا لری.

د نړيوال بانک لخوا د افغانستان د اندښنو په اړه رپورټ کي وایي له دې هيواد څخه د يو لک ديرش زره ځواکونو وېستلو عمل او د نړيوالې ټولنې لخوا په مرستو کې کمي سره د افغانستان اقتصادي ستنونزې نورې هم سيوا کيدای شي.

له افغانستانه به دبهرنیو ځواکونه وتلو عمل تر ۲۰۱۴ کال پورې ترسره شي او د امنيت ذمه واري افغان ځواکونو ته د سپارولو عمل هم روان دی.

اې پي خبري اژانس د نړيوال بانک رپورټ حواله ورکړې او ليکي د نړيوال ځواکونو وتلو عمل سره مرستو کې هم کمی راغلی دی، افغانستان ته سږکال په ولسی خدمت برخه کې ۱۵.۷ اربه ډالرو مرستې شوي.

رپورټ وایي د شوری اتحاد د قبضې وروستو او د تاريخ دا ښایي چې له دې هيواد سره کله مرستې شوي او کله په مکمله توګه مرستې پرې شوېدي، او دا يو خطرناک صورتحال دی.

رپورټ وایي نړيواله ټولنه دې بايد په موثره توګه امداد پر ځای ولګوي او په دې کې د استحکام ضرورت دی.

د نړيوال بانک د شميرو ترمخه په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان کورنۍ خالصه ګټه ۱۰ فيصده ده او تر ۲۰۲۱ کال پوری به دا ګته ۱۷.۵ فيصدو ته جګه شي. او دا خبره له دې سره تړل شوې چې د معدنياتو د راوستو، په ښه ډول محصولات راغونډول او د هيواد امنيت پرځای پاتې شي.

رپورټ وایي چې افغانستان په ملي ارود زيات مصرف کوي او تر ۲۰۱۴ کال پورې به له درې نيم لکه زيات پوځ ولري او هم دغه شان په بنيادي او ولسي برخو کې به هم مصرف کوي. او دا مصرفونه به راروانو ورځو کې دوه چنده سېوا شي چې نتيجه به یې هر کال د ۷.۸ اربه ډالرو کمی وي.

رپورټ وايي ددې کمي پوره کولو لپاره به افغانستان نړيوال ومرستو ته اړتيا ولري چې خپل امنيت په موجوده حالاتو کې وساتي.

رپورټ زياته وی که چری بهرنۍ مرستې یقيني نه شوې نو افغانستان به له سختو ستونزو سره مخامخ شي او د امنيت، ولسي برخو کي په مصرفونو کي به کمی راولي.

رپورټ وايي چې امريکا په افغانستان کي د ۲۰۰۱ کال راهسي ۴۴۴ اربه ډالر خرچ کړي او پلان لري چي په ۲۰۱۱ مالي کال کې به ۱۰۱ اربه ډالره مصرفوي.خو دا ټولې پيسې افغانستان ته نه دي رسيدلې او هغه ځکه چې له دې پيسو نه نړيوالو ځواکونو ته تنخواګاني او پوځي سامانونه اخیستل کېږي.

اې پي ليکي د ناټو لخوا په کاميابۍ سره امنيت افغان ځواکونو ته سپارلو پلان ډير زيات مهم دی او په دې لړ کې د افغان ځواکونو روزنه ډيره مهمه ده چې دا سټراتيجي بريالې شي. امريکا په یواځې په ۲۰۱۰ او په ۲۰۱۱ کال کي د افغان ځواکونو د روزنې لپاره ۲۲ اربه ډالر مصرف کړي. اې پي ليکي اورپکي افغان ځواکونو په نښه کوي او د افغانستان د دفاع وزارت د شميرو ترمخې په روانه مياشت کې ۶۵ افغان سرتيري وژل شوي ديږ چې تيره مياشت اکتوبر کې دا شميره ۵۹ وه.دفاع وزارت زياته وی چي نومبر مياشت کي ۱۰۷ او په اکتوبر کي ۲۸۴ اورپکي وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG