د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جعلي ډګرو ٢٢ پارليماني غړي


په سرښار اسلام آباد کې د پاکستان پارلمان
په سرښار اسلام آباد کې د پاکستان پارلمان
رياض موسه خيل اسلام آباد

د پاکستان د سپريم کورټ د حکم په رڼا کې چې د پارليمان د ټولو غړو تعليمي اسناد دې وکتل شي، د اعلی تعليم کمیشن او د ټولټاکنو کمیشن يوه شريکه جرګه ګۍ جوړه کړې چې د ١١٥٧ قامي او صوبايي اسمبلو د غړو تعليمي اسنادو کره کتنه یې وکړه.

دې دوران د ٦٠ غړو تعليمي اسناد سم نه وو خو ولې دې کې اته کسانو د خپلو عهدو نه استعفا ورکړې او بيا یې په ضمني ټاکنو کښې برخه واخسته، دا شان پاتې ٥٢ غړو کښې د ځینو خلاف په مختلفو عدالتونو کې لا د وړاندې مقدمې روانې دي او بعضې غړو پکې د خپلو کيسونو د بيا کتو اپيل کړې دې .خوپه دې کې ٢٢ کسان داسي وو چې تعليمي اسناد یې جعلي وختل او اليکشن کمیشن دا کيسونه متعلقه تاڼو ته وليږل. خو د څو مياشتو تيرېدو باوجود د دوی خلاف هيڅ کاروايي نه ده شوې.
په دې باب له مشال ریډيو سره په خبرو کې د اليکشن کمیشن يو چارواکي خورشيد عالم وويل چې د دوې کار صرف سم او غلط معلومول وو او هغه یې وکړو اوس د پوليس کار دی چې د دغه کسانو خلاف مقدمې جوړې کړي او دوي ته د عدالت نه سزا ورکړي د هغې وروستو به اليکشن کمشن خپله نوره کاروايي کوي.
هغه زياته کړه چې د دې لپاره یې څو څو واره متعلقه پوليس مشرانو ته ليکلي دي خوهغوي پرې هيڅ کاروایې نه کوي.
د اليکشن کمشن پخواني سکریتر کنور دلشاد همدا خبره وکړه چې په دې کې شک نشته چې اليکشن کمشن په ښه شان خپل کار تر سره کړی دی خو که وغواړي نو د دې پوليسو خلاف هم کاروایې کولاې شي چې ولې یې د دغه غړو خلاف لاس نه دی پورته کړی.ځکه چې يو خو دوی سره خپل ډير زيات اختيارات وي او بله دې کې سپريم کورټ حکم کړېدې خو بيا هم بعضې وخت ادارې د مصلحت نه کار اخلي نو ځکه اليکشن کمیشن په پوليس د دې غړولپاره زيات دباو نه اچوي.
ولې بل طرفته د سياسي چارو کارپوهان وایې چې په جعلي ډګرو ايوان ته رسيدو کې يواځې سياستوال نه بلکه ولس هم ذمه وار دي چې ولې دوی داسې خلکو ته ووټ ورکوي چې ماضي یې داغداره وي.
له مشال ريډيو سره په خبرو کې د سياسي چارو کارپوه اوخبريال خالد عزيز وایې بد مرغي دا ده چې په پاکستان کې چاسره هم د خپلو ذمه وارو احساس نشته اود هر کار لپاره به د قانون زور پکارول وي.

دې وایې چې تر څو پورې په ولس کې له وطن سره د مينې اورښتونې مشرتابه جذبه نه وي رابيدراه شوې تر هغې د نظام سمېدل ګران دي.
ياده دې وي چې په جعلي ډګرۍ لرونکو ٢٢ غړو کې د مسلم ليګ ن ٨، د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ق درې درې، د جميعت علماء اسلام او مسلم ليګ فنکشنل يو يو او شپږ آزاد غړي شامل دي.
XS
SM
MD
LG