د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشکوکه لیک په لړ کې د آی اېس آی مشر مداخله کړې


په امریکا کې د پاکستان سفیر حسین حقاني
په امریکا کې د پاکستان سفیر حسین حقاني
د ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په يوه مقاله کې راغلي دي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی مشر جنرل شجاع پاشا د منصور اعجاز سره د ملاقات لپاره لندن ته تللی دی ، منصور عجاز هغه تن دی چي په فاينينشل ټايمز ورځپاڼه کې يې دا خبره په داګه کړې وه چې د اسامه بن لادن د وژلو وروستو د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د يوه سفارتکار له لارې د امريکايي پوځ پخواني مشر ايډميرل مايک مولن ته په يوه خط کې ليکلي وو چي د پوځ نه د حکومت ژغورلو په لړ کې يي ملاتړ وکړي.

د واشنګټن پوسټ په مقاله کې راغلي دي چې دوی ته د آی اېس آی يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي چې هغه ته د منصور اعجاز او د آی اېس آی د مشر شجاع پاشا ترمنځ د ملاقات په اړه علم نه شته خو نومړي د دواړو ترمنځه د ملاقات خبره رد نه کړه.

د احمد شجاع پاشا په دې رسوايي (سکېنډل) کې د مداخلې رپورټونه ښايي چې د پاکستان پوځ په دې کې ډير سنجیده دی ځکه چې له دې سره نه يواځې د حسين حقاني څوکۍ ته بلکې ولسمشر زرداري ته هم خطره ده.
منصور اعجاز وايي چې حسين حقاني دا حظ تيار کړو او بيا يې ورته دا باور ورکړو چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دې منظوري ورکړې ، بلخوا ولسمشر زرداري او حسين حقاني له دې نه انکار کوي او حقاني د رسوايي ختمولو لپاره خپله استعفا هم وړاندې کړېده.

حسين حقاني دا مهال په پاکستان کې دی چې د هغه خط ځواب ورکړي چې منصور اعجاز د مۍ په مياشت کې د امريکا د پوځ پخواني مشر ايډميرل مايک مولن ته ليږلی وو.

دغه خط چې کله په ميډيا کې راغلی نو زياتره پاکستانی ولس ډير زيات حیران شو همدارنګ د حکومت مخالفه ګوند مشر نواز شريف هم تيره ورځ تور ولګوو چې د دې خط سره د ولسمشر زرداري تړاؤ دی.

په دې خط کې دا هم ويل شوي چې د آی اېس آی لخوا دې د طالبانو سره د مشکوک ملاتړ مخنيوی و شي.

منصور اعجاز ويلي دي هغه د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی مشر شجاع پاشا ته د بلېک بيري او کمپيوټر هغه ټول ريکارډ ورکړی چې په خط پوري اړه لري.

د دې خط وروستو د پاکستان د کمزوري ولسي حکومت او طاقتور پوځي جرنيلانو ترمنځ ترنګلتيا زياته شوېده.

په دې خط کې د امريکا د پوځ مشر ته ويل شوي وو چی د پاکستان د پوځ مشر اشفاق پرويز کياني د اسامه د وژلو وروستو د حکومت د ختمولو لپاره منصوبه جوړي . هم دا ډول مولن ته ويل شوي وو چي اشفاق کياني دې له دې څخه ودروي.

ځیني کارپوهان په منصور عجاز باور نه کوي او وايي چې دا کار د پاکستان پوځ د ولسي حکومت د بدنامولو او د حسين حقاني د لري کولو لپاره د يو سازش په توګه کړی خو بيا د ا هم ويل کيږي چې په پاکستان کې دا مهال پوځ حکومت په خپل کنټرول کې نه شي اخیستی ځکه چې پوځ د پاکستان په ولس کې مقبوليت نه لري.
XS
SM
MD
LG