د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صوابۍ د ښوونځې نجونو له طالبانو نه وېرېږي


یوه نجلۍ په باړې کې د خپل ښوونځې مخې ته ولاړه ده چې اورپکو په بمونو الوزولی دی. دا انځور د ۲۰۰۹ ز کال دی.
یوه نجلۍ په باړې کې د خپل ښوونځې مخې ته ولاړه ده چې اورپکو په بمونو الوزولی دی. دا انځور د ۲۰۰۹ ز کال دی.
ژباړه: پامیر ساحل، مشال راډیو

سرچینه: رویټرز خبري اژانس


په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې وسله والو طالبانو په سلګونه سکولونه په چاودېدونکو توکیو الوزولي دي. د دې پېښو له کبله ډېرو زده کوونکو د وېرې له لاسه خپل سبق پرېښی دی. خو د صوابۍ د نجونو د لومړنیو زده کړو د یوه سکول زده کوونکې وايي، دوی له طالبانو نه وېرېږي او خپل سبق په هیڅ صورت نشي پرېښودای.

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې اورپکو د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوزولی وو. اووه کالنې مروا چې خپل کنډواله سکول ولید نو په چغو، چغو یې وژړل. د هغې استاده رضیه بېګم وايي، دې ژر مروا په غېږ کې ونیوله چې غلې شي.

رضیه بېګم وايي په دې اندېښمنه ده چې د دې وخت به د زده کوونکو په غلي کولو کې تېر شي او د ریاضي او ساینس سبق به ورته و نه ښودلای شي.

نوموړې بیا هم هیله منه ده چې پلرونه او میندې به اوس هم خپل بچي ښوونځي ته ور استوي.

رویټرز خبري اژانس لیکي، له ۲۰۰۷ز کال راهیسې وسله والو طالبانو چې القاعده اورپکې شبکې ته نېږدې دي، په پاکستان کې په سلګونه ښوونځي والوزول.

په افغانستان کې د طالبانو د غورځنګ په څېر، په پاکستان کې هم طالبان غواړي نجونه دې ښوونځي ته نه ځي. خو طالبان په خپلې دې متشددې تګلارې کې پاتې راغلي دي. د صوابۍ د نجونو د لومړنیو زده کړو لمبر درې سکول د دې یو مثال دی.

د تېرې یکشنبې په ورځ دا ښوونځی نیمه شپه اورپکو والوزاوه او زده کوونکو د کوټو پر ځای په میدان کې پر واښو سبق ته مخه کړه.

د همدې ښوونځي یوه ۱۰ کالنه زده کوونکې حسینه وايي، دوی له طالبانو زیات زړه ور دي. حسینه وايي، طالبان وژونکي دي او ښه مسلمانان نه دي.

همداسې یوه بله زده کوونکې چې ثنا خان نومېږي وايي، له دې نه وېرېږي چې طالبانو یې ښوونځی الوزولی دی.
نوموړې اته کالنه ده او وايی، غواړي ډاکتره شي او له خلکو سره مرسته وکړي. نوموړې له دې خبره ده چې طالبان څومره ظالمان کېدای شي. ثنا خان وايي، د مور و پلار خبرې اوري چې ځنګه طالبان خلک تښتوي او بیا سر ترې غوڅوي.

یوه استاد محمد عارف رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ښځې باید زده کړې وکړي ځکه چې دوی هم باید د اقتصاد په پرمختګ کې ونډه ولري.

نوموړی زیاتوي، ((که ښځې زده کړې ونکړي، پاکستان پرمختګ نشي کولای.))
XS
SM
MD
LG