د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لویې جرګې له تالاره مالومات نه راوځي


په لویه جرګه کې د افغانستان له لروبر څخه ۲۰۰۰ استازي ګډون کوي.
په لویه جرګه کې د افغانستان له لروبر څخه ۲۰۰۰ استازي ګډون کوي.
د دودیزې لویې جرګې خبري پوښښ ته له بېلابېلو رسنیو څخه ورغلي خبریالان شکایت کوي، چې دوي نه شي کولای په دې جرګې کې د روانو حالاتو په اړه لازم معلومات ترلاسه کړي.

دغه خبریالان چې شمېر یي لسګونو تنو ته رسیږي او بېلابېلو ملي او نړېوالو رسنیو ته کار کوي وایي، چې د دودیزې لویي جرګې په لومړۍ او دوهمه ورځ ونه توانیدل چې خلکو ته له لویي جرګې څخه کره او دقیق معلومات وړاندې کړي.

دوي وایي، د دودیزې لویې جرګې سیمې ته څیرمه په انټرکانټیننتل هوټل کې ورته ځای ځانګړی شوی او کله چې د لویي جرګې په اړه معلوماتو ته اړتیا پیدا کوي د دې جرګې مطبوعاتي او نور مسوولان ورسره همکاري نه کوي:

۱- ځیرک فهیم یم کابل نیوز ټلویزیون څخه، په لومړۍ ورځ کله چې مونږ ته کارتونه ویشل کیدل هم ستونزه ډیره وه، موږ سهار اوه نیمې بجې راغلو چې میډیا سنټر ته داخل شو خو چاه نه پریښودلو چې ستاسو استازي له لویي جرګې څخه نه دي راغلي، موږ نه یو توانیدلي چې د لویې جرګې په اړه سم معلومات ترلاسه کړو.

۲- زه عبدالفتاح یاسریم میوند ټلویزیون څخه،تر اوسه مو له لویي جرګې څخه متوازن معلومات نه دی ترلاسه کړي هغو اختلافاتو ته چې د جرګې ځینې ګډونوال یي د سند په اړه لري موږ لاس رسۍ نه لرو، د لویې جرګې د مطبوعاتي مسوولانولخوا له مونږ سره ډیر غیر مسوولانه چلند کیږي.

تردې وړاندې د دودیزې لویې جرګې د جوړولو مطبوعاتي او نورو چارواکو ډاډ ښودلی وو، چې د دې جرګې د خبري پوښښ لپاره یي خبریالانو ته له هره پلوه آسانتیاوې برابرې کړي دي.

د دودیزې لویې جرګې ویاندې صفیې صدیقي د پنجشنبې په مازدیګرپه یوه خبري کنفرانس کې دا ومنله چې ټول خبریالان نه دي توانیدلي چې له لویې جرګې څخه په وخت معلومات ترلاسه کړي.

دی څرګنده کړه چې د ملي اونړیوالورسنیو ډیرشمیرخبریالان په ټاکلو ډلوکې لویې جرګې ته بیول شوي اوهڅه کیږي چې پاتې خبریالان هم په نورو ورځوکې د لویې جرګې له غړو سره د مخامخ خبرو لپاره دې جرګې ته ورشي:



خو خبریالان دا څرګندونې نه مني او ټینګارکوي چې دوی د لویې جرګې په اړه دولتي منابعوته لاس رسۍ لری خو دلویې جرګې له وکیلانوسره هروخت،په آزاد ډول اوخلاص مټ دمرکې اجازه نه ورکول کیږي.

خبریالان وایي، چې د افغانستان په بیلابیلو سیمو اود نړۍ په مختلفوهیوادونوکې خلک دیته اړتیا لري چې د دودیزې لویې جرګې د پریکړو اوپه دې جرګې کې د روانو حالاتواو بحثونو په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي خو د دوي په خبره د کارونو پر وړاندې یې موجودو خنډونو ته په پام دوی نه شي کولای چې د لویې جرګې په اړه خلکو ته کره اوتازه معلومات وړاندې کړي.
XS
SM
MD
LG