د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۴ ګنټو کې د پاکستانی لوړپوړو چارواکو دویمه غونډه


د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري

رياض موسه خيل اسلام آباد

په صدارتي ماڼۍ کې وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني او پوځي سرلښکر اشفاق پرويز کياني د شورو په ماښام يو وار بيا د ولسمشر آصف علي زرداري سره وليدل.

له ايوانې صدر نه جاري شوې خبرپاڼه کې راغلې په دې ملاقات کې په سياسي او امنيتي چارو خبرې وشوې، خو مطبوعات وايي چې په غونډه کې د حسين حقاني په ذريعه د امريکايي ځواکونو مشر مایک مولن ته په ليږل شوي لیک خبرې شوې دي او ولسمشرزرداري، وزيراعظم او پوځي سرلښکر ته هغه استعفا هم وښودله چې ويل کيږي حسين حقاني راليږله ده.

مشال ريډيو چې کله د دې خبرې د پخلي دپاره د صدارتي ماڼۍ وياند فرحت الله بابر سره تماس ونیولی نو هغوی د خپلو مصروفياتو په وجه خبرې ونکړې.

۲۴ کې دننه دننه د جګپوړو چارواکو ترمنځ دغه دوو ملاقاتونو په اړه د دفاعي او پوځي چارو کار پوه او پخوانی بريګيډئر سيد نذير مهمند وايي يقيناً د دې ملاقاتونو مقصد د هغه لیک وروسته راپيدا شوی کړکيچ کمول دی چې شک کېږي د پاکستاني سفير په ذريعه د منصور اعجاز نومي تن په لاس د امريکايي ځواکونو پخواني مشر مایک مولن ته ليږل شوی وو، او که دغه خط ولوستل شي نو دې کې داسې خبري شته چې د پوځ او ملک په ګټه نه دي ، نو ځکه پوځ خفګان او ګيله ښودلې ده.

دغه شان پخوانې سفارتکار او وکيل بيرسټر ذاهد سعيد وایي چې که دا خط حقيقت کې ليکل شوې وي نو پکار ده چې د خارجه دفتر نه د دې ريکارډ را وغوښتل شي، ځکه چې يو سفارتکار نيغ په نيغه د کوم يو حکومتي غړي نه پيغام نشي اخستی او ټوله کاروايي د خارجه دفتر له لارې کيږي.

د نوموړي په وينا که دا خط دروغ وي نو بايد چې حسين حقاني یې ترديد کړی وای خو د هغه لخوا د استعفا وړانديز د دې خبرې غمازي کوي چې دا خط ليکل شوی دی .

دې وایي چې که دې خط کې په رښتيا د پاکستان د مفادو په ضد څه ليک وي نو عدالتونو سره اختيار شته چې د غدارۍ د دفعو لاندي د ککړو خلقو خلاف کاروایي وکړي.

ياده دې وي چې د امريکايي ځواکونو پخواني مشر مايک مولن خپله يوه مرکه کې د دې خبرې پخلې کړی دې چې ده ته داسې خط ترلاسه شوی دی خو زياتوي چې په دې اوه یې هيڅ ګام نه دی اوچت کړی.

دغه شان امريکا کې د پاکستان سفير حسين حقاني وايي چې که د ده په استعفا دا لانجه هواريږي نو دې ورته تيار دې. خو د وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني وينا ده چې نوموړی به په قامي اسمبلۍ کې د دې خبرې سپيناوی کوي چې دا خط یې ليکلې دې کنه او که ليکلې یې دی نو ولې او د چا په وينا.
XS
SM
MD
LG